افغانستان

طالبانو فاریاب کې د ودونو تالار ته د ښځو ورتګ محدود کړ

د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې یو شمېر ښځې د واده تالار ته ننوتلو ته انتظار کوي. د سرطان ۱۵مه، ۱۴۰۱ (د آمو ټلویزیون د خبرنګار عکس)

په افغانستان کې د ښځو پر ټولنیز ژوند د طالبانو لخوا محدودیتونو په لړ کې، په شمالي ولایت فاریاب کې، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې، د ودونو تالارونو ته د ښځو پر ورتګ تازه محدودیتونه وضع کړي دي.

ددغو محدودیتونو له مخې، ښځې د ورځې له یوې نیمې بجې مخکې د ودونو تالار ته د ننوتلو اجازه نه لري.

په افغانستان او په تېره بیا په شمالي ولایتونو کې د واده په مراسمو کې معمول ده چې د ناوې او زوم نږدې خپلوان له ټولو مخکې د ودونو تالار ته ځي ترڅو د خپلو مېلمنو لپاره لازم چمتووالی ونیسي. خو د فاریاب د اوسېدونکو په وینا، دا محدودیت د ټولنې پر ښځو یو ډول فشار راوړل دي.

په وروستۍ مورد کې، د چهارشنبې په ورځ یو شمېر ښځې په یوه واده کې د ګډون لپاره د فاریاب له لرې پرتو سیمو د میمنې ښار ته راغلې وې، خو دا چې له ټاکلې وخته مخکې ورته د واده تالار ته د ننوتلو اجازه ورنکړل شوه، مجبورې شوې چې د ساعتونو لپاره له تالاره بهر انتظار وباسي.

د فاریاب یوې اوسېدونکې شهلا په دې اړه وویل: “د ځینو خلکو کورونه لرې دي، هغوی هڅه کوي چې لږ د وخته راشي ترڅو د واده مراسمو ته پر وخت ورسېږي. اوس د امر بالمعروف اداره اجازه نه ورکوي چې له یوې نیمې بجې مخکې [ښځې] تالار ته لاړې شي.”

د فاریاب یوه بل اوسېدونکي صفي الله هم وايي چې دغو محدودیتونو، خلکو او په تېره بیا ښځو ته ډېرې ستونزې راولاړې کړې دي.

هغه زیاته کړه، “څوک چې له لرې پرتو سیمو راځي، هغوی ته لا ډېره ستونزه ده.”

په فاریاب کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې مسوول په دې اړه وايي، دا محدودیتونه د ماسپښین لمانځه له امله پر ښځو وضع شوي دي او ښځې کولی شي تر لمانځه وروسته د ودونو تالار ته لاړې شي.

ددغې ادارې رئیس فیض الفتح زیاته کړه: “موږ د لمانځه ادا کولو لپاره یو ساعت وقفه لرو، ترڅو خلک خپل لمونځ وکړي. هلته دومره ځای نشته چې خلک خپل لمونځونه ادا کړي. خو بیا هم متاسفانه (ځینې) لمونځ نه کوي.”

دا په داسې حال کې ده چې په فاریاب کې د واده تالارونو ځینې مالکان وايي چې د طالبانو نوې پرېکړې ددوی پر کاروبار منفی اغېز کوي او ددوی د مشتریانو شمېر به راکم کړي او ددې وضعیت دوام به د خلکو پر مخ د ودونو د تالارونو تړل کېدو لامل شي.

فاریاب کې د یوه هوټل مالک خالد امین وايي، “د واده په تالارونو کې کار کم شوی، خلک لږ مراجعه کوي. په داسې یوه وضعیت کې نوي محدودیتونه د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، نورې ستونزې هم ډېروی. [د طالبانو] حکومت باید دې ته پام وکړي.”

وړاندې تردې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ودونو په تالارونو کې موسیقي او فیلمبرداري ممنوع اعلان کړي دي.

فاریاب کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې مسوول وايي، دا محدودیتونه د ماسپښین لمانځه لپاره پر ښځو وضع شوي او ښځې کولی شي د ماسپښین لمانځه تر ادا کولو وروسته، و ودونو تالار ته لاړې شي.

وړاندې تردې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ودونو په تالارونو کې موسیقي او فیلمبرداري ممنوع اعلان کړي دي. په همدې حال کې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونه نړیوالو بنسټونو له کلکې نیوکې سره مخ شوي دی.