ورزش

یونيسکو له هېوادونو وغوښتل چې د سپورټ په برخه کې زیاته پانګونه وکړي

د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان (یونسکو) په خپل نوي راپور کې ویلي، چې د نړۍ ډېری زده کوونکي لا هم د اړتیا وړ فزیکي زده کړو ته لاسرسی نه لري.

په همدې حال کې یونيسکو د پاریس د المپیک سياليو د پیل په څنډه کې له هېوادونو غوښتي چې د سپورټ په برخه کې لا زیاته پانګونه وکړي.

د يونيسکو سرمنشي آدري آزولى پرون (چهارشنبه د زمري ۳مه) د یونسکو د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې د یو شمېر هېوادونو د ورزش له وزیرانو، ورزشکارانو او د ورزش له روزونکو سره په کتنه کې زیاته کړې، چې هېوادونه باید په دې برخه کې د د لا زياتې پانګونې لپاره هڅې وکړي.

په دغه راپور کې راغلي، چې په ټوله نړۍ کې د منځني ښوونځي دوه پر دریمه برخه زده کونکي او د لومړني ښوونځي نیمایي زده کونکي په اونۍ کې لږترلږه فزیکي زده کړې نه ترلاسه کوي.

سربیره پردې، دوه پر دریمه برخه معلولیت لرونکي زده کونکي د فزیکي زده کړې څخه بې برخې دي.

یونسکو په دې باندې په ټینګار سره چې فزیکي زده کړه یوه ارزښتناکه پانګه ده، وايي چې فزیکي زده کړه نه یوازې د زده کوونکو روغتیا ته وده ورکوي، بلکې د هغوی علمي فعالیت او شخصي پرمختګ هم ښه کوي.

په همدې حال کې، د یونسکو په وینا، فزیکي زده کړه لاهم د ټیټ اهمیت په توګه ګڼل کیږي.

خو یونيسکو له خپلو ۱۹۴ غړو هېوادونو غوښتي چې دې مسٸلې ته لومړیتوب ورکړي او اړین وخت، بشري منابع او بودیجه ورته ځانګړې کړي.

د دغه راپور له مخې یونيسکو په لمړنۍ کچه په اونۍ کې لږ تر لږه دوه ساعته  او په منځنۍ کچه د هلکانو او نجونو لپاره لږ تر لږه درې ساعته په فزيکي زده کړو ټینګار کړی دی.

یونيسکو وايي، یوازې ۵۸ سلنه هېوادونو د نجونو لپاره فزیکي زده کړې لازمي کړي دي، او په ټوله نړۍ کې یوازې اووه سلنه ښوونځيو د هلکانو او نجونو د فزیکي زده کړو لپاره مساوي وخت ټاکلى دى، چې په هرو دوو لومړنیو ښوونکو کې يو ښوونکى د فزیکي زده کړو په برخه کې تخصص لري.

ملګري ملتونه زیاتوي، چې دغه راپور په پام سره، ځینې هېوادونه د خپلې زده کړو بودیجې دوه پر درېیمه برخه بدني روزنې ته ځانګړې کوي، په داسې حال کې چې له هرو لسو هېوادونو څخه یو هېواد له ۷ سلنې څخه زیاته بودیجه دې لپاره ځانګړې کوي.

یونيسکو د یو لړ مطالعاتو له مخې چې د ملګرو ملتونو له خوا یې ملاتړ کیږي، فزیکي زده کړو ګټې په ګوته کړي، وايي بدني روزنه د زده کوونکو د چاغوالي کچه ۳۰ سلنه راټیټوي، د ازموينو پايلې۴۰ سلنه د زده کوونکو لپاره ښه کوي او د زده کوونکو په ځانګړې توګه د ځوانو مېرمنو ترمنځ د خفګان او اندېښنې مخنيوى کوي.

د بدني روزنې د دغه راپور له مخې، فزیکي زده کړه همداراز کولی شي د ښوونځي کې د  حاضرېدو کچه شل سلنه او په ښوونځي کې  چلند ته ٦٠سلنه  وده ورکړي.