نړۍ

نتانیاهو د عدالت د نړیوالې محکمې پرېکړه «بې بنسټه» وبلله

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د فلسطیني سیمو د اشغال د پای ته رسولو په اړه د عدالت د نړیوالې محکمې پرېکړه «بې بنسټه» وبلله او ویې ویل چې یهودیان د دوی د ابدي پلازمېنې اورشلم(بیت المقدس) په ګډون د دوی د ځمکو اشغالګر نه دي.

د اسراییلو لومړي وزیر د اېکس ټولنیزې شبکې په یوه ليکنه کې ويلي: «هیڅ حاکم نشي کولی دا تاریخي حقیقت او د اسراییلو قانوني حق رد کړي چې په خپل پلرني کور کې ژوند وکړي.»

له بل پلوه، این بي سي نیوز راپور ورکړی چې حماس د عدالت د نړیوالې محکمې د پرېکړې هرکلی کړی او له اسرائیلو یې غوښتي چې له اشغال شوې فلسطیني خاورې ووځي.

د عدالت نړيوالې محکمې په يوه حکم کې په لويديځه غاړه او ختيځ بيت المقدس کې د اسرائيلو د مېشت ځايونو جوړول، پراختيا او له اسرائيلو سره د دغو فلسطيني سيمو الحاق او دايمي کنټرول غير قانوني بللی دی.

په دغه حکم کې له اسراييلو غوښتل شوي چې پر فلسطيني سيمو اشغال پای ته ورسوي او د فلسطينيانو پر وړاندې د «تبعيضي سياستونو» پلي کول پاى ته ورسوي.

د ۱۵ قاضیانو یوې کمیټې پرون (جمعه، د جولای ۱۹) د يوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې اسراییل په لویدیځه غاړه او ختیځ اورشلم کې د الحاق، د کنټرول تحميل او د ښارجوړونې د تګلارو په پلي کولو سره د اشغالګر ځواک په توګه له خپل دريځ څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

خو د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت دغه نظر یو اړخېزه او تېروتنه بللې او رد کړى يې دى.

په ورته وخت کې د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د شخړو هوارول یوازې د خبرو اترو له لارې ممکن دي.