ایروان په څنډه کې په یوه پوځي اډه کې د امریکا او ارمنستان ګډ پوځي تمرینونو د روسیې غوسه راپارولې ده.
اوراسيانټ راپور ورکړی، دغه تمرین چې د باز ملګرى(اېګل پارټنر) په نوم یادیږي، د ۱۱ ورځو لپاره ترسره کېږي چې لږ شمېر امریکایي سرتېرو پکې برخه اخیستې ده.
خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخرووا د دغه پوځي تمرين په غبرګون کې په قفقاز کې د امريكايي سرتېرو شتون بد ياد کړى او ویلي يې دي، متحده ايالات او ناټو هڅه کوي چې په سیمه کې «نازک توازن» ګډوډ کړي او جګړه بیا توده کړي.
دغه خبري شنونکې شبکې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د وياندې په حواله ليکلي، کرملين په ارمنستان کې د خپل نفوذ د چټکه له منځه تلو په اړه اندېښمن دی او وېره لري چې په ارمنستان کې د امریکا مخ پر ودې ستراتیژیک حضور به د شمالي-جنوب د سوداګرۍ دهلېز پراختیا ګډوډه کړي.
د دغه راپور له مخې، تمرین به د جولای تر ٢٤ پورې ١١ ورځې دوام وکړي.
د دې تمرین موخه «د ثبات او سوله ساتو عملیاتو په ترڅ کې د متحده ایالاتو او ارمنستان ترمنځ همکاري پیاوړې کول» ياد شوي دي.
اوراسيا نیټ لیکلي، دا د ايروان په واسطه د غريز قره باغ له لاسه ورکولو وروسته د« سياسي جغرافيې» په محور له روسيې لويديځ اړخ ته د ارمنستان د پرمختګ محسوس معيار دى.
په ايروان کې د متحده ایالاتو سفیرې کریسټینا کوین دا پوځي تمرینونه له ارمنستان سره د متحده ایالاتو د «مهم او مخ پر ودې» اړیکو نښه بللې ده.
د پوځي تمریناتو له پیل وروسته، د «هتق» په نوم ارمني رسنۍ خبر ورکړ چې د پنټاګون یو سلاکار به د هیواد د دفاع وزارت سره یوځای شي، خو د امریکايي سلاکار دندې او مسوولیتونه په ښکاره توګه نه دي په ډاګه شوي.
اوراسيا نيټ ليکي، په ورته وخت کې، واشنګټن او ایروان په ارمنستان کې د نوي اټومي بټۍ د جوړولو لپاره د همکارۍ په اړه غور کوي.
تأس، مخکې راپور ورکړی و چې په سويلي قفقاز کې د امریکایانو ظهور، چې مخکې چې مونږ يې د نړۍ په بیلابیلو برخو کې څو ځله شاهدان وو، یوازې په سیمه کې د جګړې احتمال زیاتوي او د وېش نوې کرښې رامنځته کوي. نه یوازې د وېش کرښې؛ بلکې مرکزونه هم رامنځته کوي.
د روسیې دغه خبري اژانس زیاته کړه چې لویدیځ هېوادونه په «بې کچې ليوالتيا» ارمنستان په قفقاز کې په بیلابیلو ډولونو د تعامل لپاره راوباسي.
دا په داسې حال کې ده، چې ارمنستان په ۲۰۲۳ کال کې د قره باغ په جګړه کې د اذربایجان له پریکنده بریا وروسته سږ کال له لویدیځ سره د امنیتي اړيکو د ټینګولو لپاره چټک ګامونه پورته کړي دي.