سویلي آسیا

په پاکستان کې په چاودنه کې څلور تنه ووژل شو

دخيبرپښتونخوا په جنوبي وزيرستان کې ديوې بمي چاؤدنې له امله څلور کسان وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې چاودنه د جمعې په ورځ د جنوبي وزیرستان په وانه سيمه کې یوه روغتون ته څېرمه شوې ده.

ایکسپرېس ټریبیون د روغتیايي چارواکو په حواله ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې په چاودنه کې څلور تنه وژل شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، چاودنه د عین الله په نوم د وسله والو طالبانو د یوه قومندان په نښه کولو په موخه په موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي له امله رامنځته شوې ده.

 په دې وروستیو کلونو کې په پاکستان کې  لسګونه چاودنې او ځانمرګي بریدونه شوي دي.

 د پاکستان پوځ د دغه هېواد په خاوره کې د ناامنیو پړه پر پاکستاني طالبانو اچوي.

پاکستان همداراز د افغانستان پر طالبانو طالبانو تور پورې کوي چې د« ټي ټي پي» ملاتړ کوي او په وار وار یې په افغانستان کې د دې ډلې د غړو د نیولو غوښتنه کړې ده.

خو طالبانو د دغې ادعاوو په ردولو پاکستان د امنیت په برابرولو کې په پاتې راتلو تورن کړى دى.