افغانستان

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې تر یو زرو ۶۰۰ زیات کډوال ایستلي

په یوه ورځ کې له يوزرو ۶۰۰ ډېر افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه ویستل شوي او بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه  کې ویلي چې پرون ( یکشنبه د چنګاښ ٢٤) يو زرو۶۱۴ کسان له ایران او پاکستان څخه په زوره او په خپله خوښه ایستل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، پاکستان ۱۸۴ او ایران يو زرو۴۳۰ افغان کډوال ايستلي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه وزارت زياته کړې، چې د تورخم له لارې ۱۸۴ کسان هېواد ته داخل شوي دي.

په همدې حال کې او د دغه خبرپاڼې پر بنسټ، د نیمروز ولایت د پل ابرېشم پل د پولې له لارې يو زرو۴۳۰ نور کسان افغانستان ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان او ایران یوه ورځ وړاندې نږدې دوه زره افغان کډوال په خپله خوښه او جبري ډول ايستلي دي.

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميسيون د يوې خبرپاڼې له مخې د افغان کډوالو د جبري ويستلو د بهير د ځنډول کېدو تر تایید وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ځنډول شوې نه ده، او د تېر په څې به روانه وي.