ورزش

اسپانیا د څلورم ځل لپاره د اروپا د فوټبال اتلولي وګټله

د اسپانیا د فوټبال ملي لوبډلې د  ۲۰۲۴ کال ديورو د فوټبال سیالیو په وروستي پړاو کې انګلستان ته په ماتې ورکولو سره د څلورم ځل لپاره د اروپا د فوټبال اتلولي خپله کړه.

د دې سیالیو په پای لوبه کې، چې پرون (یکشنبه، د جولای ۱۴مه) د جرمني د برلین ښار د المپياد په لوبغالي کې ترسره شوه، نیکو ویلیمز او میکل اویارزابال د اسپانیا لوبډلې سره مرسته وکړه څو د اروپا د ملتونوجام اتلولي خپله کړي.

په لومړۍ نیمايي کې د لوبغاړو هڅو د لوبې پایله بدله نه کړه؛ خو د دوهمې نیمايي په پیل کې هسپانیې د انګلستان د لوبډلې په دروازه ښه فشار واچاوه او نیکو ویلیمز په ۴۷مه دقیقه کې د یامال په پاس د لوبې پایله يو پر صفر ته بدله کړه.

په داسې حال کې چې د هسپانوي لوبډلې مینه وال په خوښۍ کې ډوب وو، پالمر ميدان ته راغى او دغه تعويضي لوبغاړي درې دقیقې وروسته يې د انګلستان لپاره ګول وواهه.

په ۷۳مه دقیقه کې ګول وهل د انګلستان د مینه والو په زړونو کې هیلې راژوندۍ کړې. خو میکل اویارزابل د هسپانیې لپاره ګټونکی ګول وکړ او انګلستان یې د دوهم پړاو لپاره له اتلولۍ محروم کړ.

دا دویم ځل دی، چې انګلستان د اروپا د سیالیو په پای لوبه کې ماتې خوري او د سیالیو دویم پړاو ته لار مومي.

په وروستي پړاو کې، درې زمريان لوبډله هم د ایټالیا په وړاندې يو پر دوه ماتې وخوړه او په دې پړاو کې یې د اتلولۍ جام و نه شو ګټلی.

د اروپا د ملتونو د جام په دې پړاو کې هسپانیه په ګروپي پړاو کې د ایټالیا، کرواسيا او البانیا په شان په ګروپ کې وه او د مرګ له ډلې څخه د لومړۍ لوبډلې په توګه د اتلولۍ مرحلې ته ورسېده.

په حذفي پړاو کې یې د جورجیا، جرمني او فرانسې لوبډلو ته ماتې ورکړه او پای لوبې ته یې لار وموندله او د ۲۰۲۴ یورو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.