افغانستان ښځې

سرچینې: په فاریاب کې یوه ځوانه نجلۍ د خپل ورور له خوا وژل شوې

File photo.

سیمه ییزو سرچینو آمو ته ویلي، چې په فاریاب ولایت کې د دلبر شاه په نوم یوه ځوانه نجلۍ د خپل ورور له خوا په «بې رحمانه» ډول سره وژل شوې ده.

دغه سرچينو زياته کړې، چې د فارياب ولايت د پشتونکوټ ولسوالۍ د تيلان کلي اوسېدونکې دلبر شاه په غزني کې د طالبانو د امنيې قوماندان مخدوم عالم له يوه سرتېري عبدالسلام د نظر محمد له زوى سره د ټيلېفوني اړيکو درلودلو له امله د خپل ورور لخول په چاقو وژل شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې دا پېښه پرون (شنبه، چنګاښ  ٢٣) له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې رامنځته شوې ده.

ويل کېږي طالبانو د دې پېښې په اړه څېړنې کوي.