د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني په یوه لیدنه کې د جرمني له پارلماني پلاوي سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.
دراني پر اېکس لیکلي، چې دغه لیدنه د پرون (جمعه، چنګاښ ٢٢) په اسلام اباد کې ترسره شوه.
هغه ويلي، چې ترهګري، د افغانستان اوسنی ټولنیز-اقتصادي وضعیت او له دغه هېواد سره د نړۍ تعامل د لیدنې مهمې موضوعګانې وې.
خو د پاکستان ځانګړي استازي په دې لیدنه کې د افغان کډوالو د مسئلې په اړه څه نه دي ويلي. خو پرون داسې راپورونه خپاره شول، چې جرمني په کراچۍ کې د خپله قونسلګري فعاليتونه د افغان کډوالو د پناه غوښتنې د دوسیو د بهیر لپاره ځنډولې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر افغانان وايي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې روان وضعیت، دوی له ګواښونو سره مخ کړي او د طالبانو له خوا د دوی د لورګانو د ژوند، ښوونې او روزنې او زده کړې په بېلابېلو برخو کې د محدودیتونو له امله دوی اړ دي چې له هېواده ووځي.
بل خوا یو شمېر افغان کډوال چې دا مهال په پاکستان کې مېشت دي وايي، چې د پاکستان د حکومت لخوا د سختو شرايطو سره مخ دي او په ورته وخت کې د اروپايي هېوادونو په ځانګړې توګه جرمني د کډوالۍ دوسیې پر مخ وړلو بهير ځنډولى دى، چې دوی یې اندیښمن کړي دي.