افغانستان

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې نږدې دوه زره کډوال ايستلي 

په یوه ورځ کې نږدې دوه زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه ویستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون ( سه شنبه چنګاښ  ١٩) له ایران او پاکستان څخه يو زور ۸۰۸ افغان کډوال په زوره او په خپله خوښه ايستلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ایران يو زرو ۴۶۶ او پاکستان ۳۴۲ افغان کډوال ايستلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۳۴۲ کسان د تورخم او يوزرو ۴۶۶ نور یې د پل ابرېشم  پولې له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران او پاکستان په تېرو شپږو ورځو کې تر ۱۸زره ډېر افغان کډوال په جبري ډول او خپله خوښه ایستلي دي.

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميسيون تازه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې پاکستان د افغان کډوالو د جبري شړلو  بهير ځنډولى دى.