نړۍ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: واشنګټن د مسعود  پزشکيان په ټاکل کېدو د تهران د پاليسۍ د بدلون تمه نه لري

متیو مېلر، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر له ایران سره د خبرو بیا پیلول «غیر ضروري» بللي  او ویل يې دي، متحده ایالات دا تمه نه لري چې ټاکنې به په ایران کې د بنسټیزو بدلونونو او یا د خپلو وګړو حقونو ته د زیات درناوي لامل شي.

میلر پرونه شپه(دوشنبه چنګاښ  ١٨) په یوه خبري کنفرانس کې ويلي، تمه کېږي چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه یي په هېواد کې اصلي پرېکړه کوونکی واوسي. یو هیواد چې د ١٩٧٩ اسلامي انقلاب راهیسې د متحده ایالاتو سره دښمني لري.

هغه زياته کړه«دا څرګنده ده چې که نوی ولسمشر واک درلودای، نو د ایران د اټومي پروګرام د محدودولو، د ترهګرو د تمویل د مخنیوي او په سیمه کې د بې ثباته کولو د فعالیتونو د بندولو لپاره به یې ګامونه پورته کړي وای، هغه اقدامات چې موږ يې هرکلی کوو.»

هغه د امریکا او ایران ترمنځ د ډیپلوماسۍ په اړه د خبريالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل «موږ تل ویلي چې ډیپلوماسۍ د ایران د اټمي پروګرام په اړه یوې اغېزمنې او تلپاتې حل ته د رسېدو تر ټولو اغېزمنه لار ده.»

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي ويلي:«موږ به وګورو چې مسعود پزشکیان کوم کارونه ترسره کوي. خو موږ د ایران په کړنو کې د کوم بدلون تمه نه لرو».

دا په داسې حال کې ده، چې په ایران کې د روانې اونۍ په پیل کې د ولسمشريز ټاکنو دویم پړاو  ترسره شو.

د ایران د ټاکنو د مرکزي دفتر د وروستیو پايلو له مخې مسعود پزشکیان د ایران د نهم ولسمشر په توګه وټاکل شو.