پر اوکراین د روسیې د توغندیو د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي او ۱۴۶ نور ټپیان شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د اوکرایني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد پر بېلابېل ښارونو پرون (دوشنبه، د جولای ۸مه) د روسیې توغندیز بریدونه شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ د اوکراین په پلازمېنه کییف ښار کې د ماشومانو یو روغتون هم د روسیې د توغندیو په بريد کې په نښه شوى دى.
ویل کېږي، دا بریدونه په وروستیو میاشتو کې پر اوکراین د مسکو د «ترټولو خونړیو» بریدونو څخه شمېرل کېږي.
اوکرایني چارواکي وايي، یوازې په کییف کې د روسیې د توغندیو د لګېدو له امله د دوو ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې او د دغو اوکرایني چارواکو د وينا پر بنسټ، پر دنیپرو سیمې د روسیې د توغندیو په نورو بریدونو کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان شوي دي.
د اوکراين د کورنيو چارو وزارت اعلان کړى، چې د اوکراين په ختيځ کې پروت په کيف او دنيپرو کې د استوګنې د کورونو، يو سوداګريز مرکز او دوو روغتيايي مرکزونو په ګډون ۵۰ ملکي ودانۍ زيانمنې شوې دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي دي چې کییف به د روسیې دغو بریدونو ته پرېکنده ځواب ورکړي.
ښاغلي زیلینسکي چې اوس په پولنډ کې دی، په یوه خبري کنفرانس کې زیاته کړه: «موږ به د وژل شویو کسانو غچ واخلو. موږ به خامخا زموږ لخوا روسیې ته سخت ځواب ورکړو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین پوځ اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد هوايي ځواکونو د روسیې ۳۸ توغول شوي توغندیو له ډلې ۳۰ توغندي شنډ کړي دي.