نړۍ ورزش

فرانسې له داعش سره تړلي کسان ونیول

ټیلیګراف ورځپاڼې د فرانسې د کورنیو چارو د وزیر جرالډ دارونین په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد پولیسو د پاریس د ۲۰۲۴ کال د المپیک د سیالیو پر مراسمو د بريد د پلانولو په تور د داعش د خراسان څانګې یو شمیر کسان نیولی دی.

که څه هم ښاغلي دارونين د دغو کسانو شمېر په ډاګه کړى نه دى؛ خو  وايي چې دغه کسان د دوو بېلابېلو پېښو په تړاو نيول شوي دي.

دا په داسې  حال کې ده، چې د داعش سره د تړلو کسانو د فعالیت زیاتوالی  په فرانسه کې؛ په ځانګړي توګه د ٢٠٢٤ کال د پاریس د المپیک لوبو په څنډه کې له جدي امنیتي اندېښنو څخه دى.

تر دې مخکې لوېدیځو رسنیو خبر ورکړی و، چې د مسکو په څنډه کې د موسیقۍ پر یوه کنسرټ پر تالار باندې د داعش د خراسان له برید وروسته، لوېدیځ په اروپا او امریکا کې د دغې ډلې له احتمالي بریدونو اندېښمن دي.

دغو رسنیو د لویدیځو چارواکو په حواله لیکلي چې داعش خراسان په لودیدځو هیوادونو کې پر هدفونو د بریدونو پلان لري؛ خو اوس دا توان نه لري.

د ۲۰۲۴ کال د پاریس د المپیک د لوبو په ننداره کوونکو باندې  د داعش خراسان څانګې احتمالي برید د لویدیځو هیوادونو؛ په ځانګړې توګه د فرانسې جدي اندیښنه ده.

ټاکل شوې د ۲۰۲۴ کال المپیک لوبې د جولای له ۲۶مې څخه د اګست تر ۱۱مې او د پاریس د ۲۰۲۴ پارالمپیک لوبې د اګست له ۲۸مې څخه د سپټمبر تر ۸مې د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې ترسره شي.