نړۍ

مودي سبا روسیې ته ځي

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي سبا (دوشنبه د جولای ۸مه) په دوه ورځني سفر روسیې ته ځي.

د تأس خبري آژانس د خبر له مخې، د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې مسکو ته به د نریندرا مودي سفر پلان به پراخ وي او د دواړو هېوادونو مشران به غیر رسمي خبرې هم ولري.

دیمیتري پیسکوف دا هم وویل چې دا سفر د روسیې او هند اړیکو لپاره «ډېر مهم» دی.

د يادونې ده، چې د ښاغلي مودي دغه سفر رسمي او د دوو ورځو لپاره (د جولای له ۸ تر ۹) دی.

د کرملین ویاند ددې سفر په اړه زیاته کړې، چې د هند او روسیې اړیکې د «ستراتیژیکو همکاریو» په کچه دي.

نوموړی زیاتوي چې د دغه سفر په ترڅ کې به د هند لومړى وزیر او ولادیمیر پوتین او په هغو غونډو کې چې د پلاوي په ګډون ترسره کېږي، پر بېلابېلو مسایلو به خبرې وکړي.

دا د هند د لومړي وزیر په توګه د پرله پسې دریمې دورې لپاره له لوړې کولو وروسته د نریندرا مودي لومړی سفر دی.

د هند لومړي وزیر وروستی ځل په ۲۰۱۹ کال کې د روسیې په ختیځ کې ولادي وستوک ته تللی و.

 مودي مسکو ته  وروستى سفر په ٢٠١٥کال کې کړى  و.