افغانستان

طالبانو په کندهار او غزني ولایتونو کې شپږ تنه په عام محضر کې په درو وهلي

طالبانو په کندهار او غزني ولایتونو کې شپږ تنه په عام محضر کې د «زنا او غلا» په تور په درو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې یې پنځه کسان د «لواطت » په تور ۳۰-۳۰ درو وهلي دي.

په ورته مهال، دغه محکمې په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، چې د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې یې یو کس د «غلا» په تور په ۳۹ دورو محکوم کړی دی.

د دې خبرپاڼو پر بنسټ، چې دغه حکمونه د کندهار ولایت د میوند او د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ د طالبانو د ابتدایي محکمو له خوا صادر شوي او د سترې محکمې له تاييد وروسته پلي شوي دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو او نړیوالو سازمانونو په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا د تورنو کسانو پر مجازاتو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هغوی مدافع وکیل ته له لاسرسي او قانون ته په پام پرته سزا ورکوي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې د طالبانو له خوا تورنو کسانو ته سزا ورکول طريقه «غیر اخلاقي» ده او باید ژر تر ژره ودرول شي.

طالبانو د تېر کال د تلې مياشتې  له اوومې نېټې راهیسې د دې شپږ تنو په ګډون ۳۷ کسان په عام محضر کې په درو  وهلي دي.