افغانستان

پوتین: د شانګهای سازمان په دودیز ډول د افغانستان په ستونزو کې ښکېل دى

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، شانګهای د همکارۍ سازمان په دودیز ډول د افغانستان په ستونزو کې ښکېل دى.

کرملین ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ  ١٤) په استانه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان (اېس سي او) په سرمشریزه کې د پوتین وینا خپره کړې.

په دې وينا کې د روسیې ولسمشر د شانګهای – افغانستان د تماس ډلې د فعاليت د بیا پیلولو د طرحې ملاتړ وکړ.

پوتین وویل: «موږ په دې موضوع سم پوهېږو چې د شانګهای د همکاریو سازمان په دودیز ډول د افغانستان په ستونزو ښکېل دى. موږ د شانګهای د همکارۍ سازمان – افغانستان د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیلولو د نظريې ملاتړ کوو. موږ فکر کوو چې دا به په دې هیواد کې د وضعیت عادي کولو کې مرسته وکړي.»

د کرملین مشر تر دې مخکې ازبکستان ته د سفر پر مهال له طالبانو سره د اړیکو پر اړتیا خبرې کړې وې.

د روسیې ولسمشر وړاندې ويلي و، چې طالبان په افغانستان کې اوسنی ځواک دی.

هغه ټینګار کوي: «افغانستان ستونزې لري، چې د انکار وړ نه دي او ټولو ښه  پیژندلې دي. دا موضوع چې څنګه د اوسني ځواک سره اړیکه ونیول شي بله پوښتنه ده.»

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف اعلان کړی و، چې طالبان به د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه وایستل شي.

دې موضوع سپینه ماڼۍ په غوسه کړه، او په غبرګون کې يې د متحده ایالاتو د امنیت شورا ویاند وویل چې د روسیې دریځ د «وحشتناک پيغام » لري.