نړۍ

سپینه ماڼۍ: بایډن هېڅکله د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه د وتلو اراده نه لري

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر ویلي، بایډن له ټرمپ سره د ټاکنيزې مناظرې پر مهال په زکام اخته و او هېڅکله یې له ولسمشرېزو ټاکنو  د وتلو اراده نه درلوده.

له دې وړاندې نیویارک ټایمز له ولسمشريزو ټاکنو د جوبايډن  د احتمالي وتلو په اړه راپور ورکړی و.

خو فاکس نیوز راپور ورکړ چې د سپینې ماڼۍ ویاندې دا راپور رد کړ او ویلي يې دي،«بایډن ژمن دی چې د متحده ایالاتو د ولسمشر او سر آعلى قوماندان په توګه خپله دنده ترسره کړي. هغه به د متحده ایالاتو د خلکو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.»

د فاکس نیوز په وینا، ژان پییر ټینګار کړی چې بایډن به خپل کمپاین ته دوام ورکړي.

هغه د بایډن – ټرمپ بحث په اړه وویل: «زه دا یوه بده شپه نوموم. هغه یوه بده شپه تېره کړې وه. هغه زکام و. هغه له اوږدو سفرونو ستړی شوی و.»

دا په داسې حال کې ده، چې نیویارک ټایمز د جو بایډن د نږدې سلاکار په حواله ویلي چې د هغه نوماندي ښايي په راتلونکو ورځو کې له خطر سره مخامخ شي.

د نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ، بایډن خپلو سلاکارانو ته ویلي چې هغه په ​​​​دې غور کوي چې ایا سیالۍ ته دوام ورکړي که نه.

د راپور له خپرېدو وروسته د سپینې ماڼۍ ویاند اندریو بیټس دغه ادعاوې «په بشپړه توګه ناسمې» وبللې.

 د چنګاښ په اتمه د خپل سیال ډونالډ ټرمپ سره په لومړۍ مخامخ مناظره کې د جوبايډن  د کمزوري فعالیت وروسته پر ده نيوکې لا پسې زياتې شوي دي.

د ځینو نظرپوښتنو له مخې ، د بایډن عمر د هغه د ډیموکراتو رايې ورکونکو د بې باورۍ لوی لامل دی.

له يادې مناظرې وروسته ، د ٨١ کلن جو بایډن پرځای د بل نوماند غوښتنه زیاته شوې ده.

په همدې حال کې، ټاکل شوې ده، د ٢٠٢٤ کال د نومبر مياشت کې، خلک د متحده ایالاتو د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو لپاره ټاکنيزو صندوقونو په لور لاړ شي، او ګټونکي نوماند به د ٢٠٢٥ په جنوري کې خپله څلور کلنه دوره پیل کړي.