د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله درې تنه وژل شوي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې یوه ښځه او دوه ماشومان د دې پېښې قربانيان دي.
دغه راپورونو پر بنسټ د بلوچستان پولیسو مشر ویلي چې څلور کسان د بلوچستان له توربت سیمې څخه د تېرېدو په حال کې وو چې د «ترهګرو» له خوا ځای پر ځای شوي بم چاودنه وکړه.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
دا په داسې حال کې ده، په يوه بله پېښه کې دخيبرپښتونخوا په جمرود کې دپاکستاني امنيتي ځواکونو په پوسته دراکټ په بريد کې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.
د يادونې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې په پاکستان کې امنیتي پېښو او تاوتریخوالي زياتوالى موندلى دی.
پاکستاني چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې ددې پېښو عاملين هغه ډلې دي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د پټنځایونه لري.
خو طالبان د پاکستان دا ادعا ردوي.