نړۍ

په اروپا کې د امریکا پوځي هډې د تيارسي په حال کې دي

دوو امریکايي چارواکو سي اېن اېن ته ویلي چې په ټوله اروپا کې د متحده ایالاتو ډیری پوځي هډې په «بشپړ تيارسۍ» کې دي او د سرتېرو لپاره د ساتنې کچه دوهمې لوړې کچې ته پورته شوې ده.

د سي اېن اېن په وینا، دا ګام په اروپا کې د «امریکایي ځواکونو یا پوځي تاسیساتو پروړاندې د ترهګریز برید احتمال» له امله پورته شوی دى.

د متحده ایالاتو یو چارواکي چې د اروپا  په نظامي هډه کې مېشت دی ويلي چې دوی « په تېرو لسو کلونو کې دومره چمتووالی نه دی لیدلی» ، هغه زیاته کړه چې د چمتووالي کچه پدې معنا ده چې د امريكا پوځ  «فعال او منل شوی ګواښ» ترلاسه کړی.

د متحده ایالاتو د اروپايي  قومنداني ویاند ډان ډې ويلي، دوی په دوامداره توګه مختلف عوامل ارزوي چې له متحده ایالاتو څخه بهر د دې هېواد پوځي امنیت کې رول لري.

هغه سي اېن اېک ته وویل: «د دې هڅو د یوې برخې په توګه، موږ د خپلو غړو د خوندیتوب څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره نور اقدامات کوو.»

ښاغلي ډې وویل، «د امریکا د اروپايي قومنداني په دوامداره توګه د خپلو کارکوونکو امنیتي چاپېریال څاري ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دوی په ښه حالت کې دي او د دوی د غړو، کورنیو او خپلوانو خوندیتوب تضمین شوی دی.»

امریکايي چارواکو د ګواښ د علت او ادرس په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې اروپايي چارواکو له دې مخکې  په ځانګړي توګه د ٢٠٢٤ پاریس المپیک او په آلمان کې د اروپایی ملتونو جام څخه دمخه دترهګريز ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و.