افغانستان

د سولې او عدالت ملي غورځنګ: د دوحې په غونډې کې د ښځو نشتون د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیکونو سره په ټکر کې دي

د سولې او عدالت ملي غورځنګ د دوحې د درېیمې غونډې په اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له غونډې څخه د افغان ښځو او مدني ټولنې ایستل د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیکونو سره په ټکر کې دي.

دغه غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «د دوحې په درېیمې غونډې کې  د افغان ښځو او مدني ټولنې د استازو د نه ګډون پرېکړه د ملګرو ملتونو له اصولو او پرېکړليکونو سره په ټکر کې ده.»

د سولې او عدالت ملي غورځنګ همدا راز په خپله خبرپاڼې کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه وکړه.

دغه غورځنګ وايي، په افغانستان کې د سولې او امنیت لپاره د ملګرو ملتونو د اقدام هرکلی کوي؛ خو هغه تمه لري چې د دوحې غونډه به په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د رامنځته کېدو لامل شي.

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه په راتلونکو څو ساعتونو کې په قطر کې د څه باندې ۳۰ هېوادونو او سازمانونو د استازو په ګډون او د ملګرو ملتونو په کوربه توب پیل شي.