سوداګري ښځې

د ملګرو ملتونو وجهي صندوق: مونږ د افغان میرمنو د زرو کوچنيو کاروبارونو ملاتړ کوو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو صندوق وايي، په افغانستان کې د ښځو له زرو کوچنیو کاروبارونو سره مالي مرسته کوي.

دغه صندوق د وړو سوداګرۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۱۳ هېوادونو او ۱۷بنسټونو له دې پروژې ملاتړ کړی دی.

ملګرو ملتونو د جون ۲۷مه د کوچني کاروبارونو د نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده.

د دې ورځې موخه د بشري ټولنو د بې وزلو او زیان منونکو قشرونو ملاتړ کول دي.

د يادونې وړ ده، چې ملګرو ملتونو د ٢٠ کارمندانو او مالي محدودیتونو په حدودو کې کارونه د کوچني کاروبارونو په توګه تعریف کړي دي.