افغانستان

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې څه باندې ۲۷۰ کډوالې کورنۍ ايستلې دي

له ۲۷۰ څخه زیاتې افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه په «جبري او اختیاري» ډول ویستل شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړى، چې په تېره يوه ورځ (سه شنبه د چنګاښ په ٥) له ايران او پاکستان څخه ٢٧٦ کډوالې کورنۍ ايستل شوې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه خبري اژانس وايي چې ۵۴ کورنۍ د تورخم  او ۴۹ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

په همدې حال کې د دغه راپور له مخې، ۵۵ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پل او دغه راز د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۱۸ نورې کډوالې کورنۍ هم افغانستان ته داخلې شوې دي.

د يادونې ده، چې ایران او پاکستان تر دې یوه ورځ وړاندې نږدې څلور زره افغان کډوال په «زور او خپله خوښه» ایستلي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي اکرم منير هم په دې وروستيو کې ويلي دي، چې هيله لري يو نيم ميليون ثبت شوي افغان کډوال هم خپل هېواد ته ستانه شي.