نړۍ

د روسیې د نښه ويشتونکو بمونو په چاودنو کې ۳ تنه اوکراينينان وژل شوي دي

په خارکیف ښار کې پر یوې ودانۍ د روسي نښه ويشتونکو بمونو د چاودنې په پایله کې ۳ تنه وژل شوي او ۵۲ نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دغه برید په غبرګون کې ویلي: «د نښه ويشتونکو بمونو له لارې د روسیې دغه ترور باید ودرول شي او کولاى شو ويې دروو. موږ د خپلو شریکانو قوي پرېکړو ته اړتیا لرو؛ ترڅو د ترهګرو او د روسیې نظامي الوتنې چيرې چې دوى دي ودروي.»

ښاغلي زیلینسکي ويلي چې یوازې په جون میاشت کې روسي ځواکونو په اوکراین کې تر ۲زره۴۰۰ زیات نښه ويشتونکي بمونه غورځولي چې له دې جملې څخه یوازې په خارکیف کې يې شاوخوا ۷۰۰ بمونه په غورځولي دي.

د اوکراين ولسمشر وايي، د امريکا کانګرس د اپريل په مياشت کې د پوځي مرستو د يوې سترې کڅوړې د تصويب له ځنډولو وروسته د اوکراين له بيا وسلو سره د توغنديو د بريدونو شمېر کم کړی دی او دا کار بايد اوس د بمونو د شنډولو لپاره وشي.

ولادیمیر زیلینسکي وايي: «د خارکیف او سیمې په وړاندې د روسیې د توغندیو بریدونو کې د پام وړ کمښت دا ثابتوي چې د روسیې د بمونو په وړاندې د ښارونو خوندي کول خورا ممکن دي.»

هغه ټینګار وکړ چې اوکراین له ځنډ پرته ژمنه شويو پوځي مرستو ته اړتیا لري؛ ترڅو هغه تړونونه چې د بایډن سره یې کړي دي، لاسته راشي.

اوکراین او متحده ایالاتو پدې میاشت کې یو لس کلن دوه اړخېز امنیتي تړون لاسلیک کړ چې موخه یې د روسیې په وړاندې د اوکراین دفاعي ځواک پیاوړی کول او اوکراین د ناټو غړیتوب ته نږدې کول دي.

د اوکراین پر وړاندې په جګړه کې، روسیې په نسبتا ارزانه نښه ويشتونکو بمونو تکیه کړې چې له لیرې توغول کیدی شي او د دوی ځواکونو ته لږ خطر پېښوي.