ورزش

نصرت حقپرست خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ازادې مبارزې ورزشکار نصرت حقپرست د تېرې شپې په لوبه کې خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه.

ښاغلی حقپرست او يو امريكايي لوبغاړى جرډ ګورډن، د متحده ایالاتو د «يو اېف سي» سازمان کې د یو بل په وړاندې د مبارزې قفس ته ننوتل.

نصرت حقپرست خپل امریکايي حریف ته د داورانو د امتیازاتو په توپیر ماتې ورکړه او دغه سیالي یې وګټله.

د يادونې وړ ده، چې دغه ازاده مبارزه د سعودي عربستان په کوربه توب ترسره شوه.

د دې بریا په ګټلو ښاغلي حقپرست د فری سټایل سیالیو کې خپله ۱۷مه بریا ترلاسه کړه.