د شنبه هاى ارغواني غورځنګ له افغان هنرمندانو، فرهنګیانو او ورزشکارانو غوښتي چې د دوحې په غونډه کې د طالبانو د بلنې پر ضد په لاريونو کې ګډون وکړي.
دغه سازمان چې د ښځو له حقونو څخه دفاع کوي، په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې پر جلاوطنه فرهنګي کارکونکو او هنرمندانو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو د بندیزونو پر ضد په اعتراضي پروګرامونو کې برخه نه اخلي.
د شنبه هاى ارغواني د غورځنګ په خبرپاڼه کې راغلي: «د طالبانو له درې کلنو جنايتونو وروسته، هغه هېوادونه چې ځانونه د بشري حقونو مدافعين بولي، لا هم طالبانو ته باج ورکوي.»
د ښځو دغه اعتراضي غورځنګ وايي، په داسې حال کې چې د طالبانو په چلند کې نرمښت نه دی راغلی، ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه مني، چې د دوحې په غونډه کې به ښځې ګډون نه لري.
په دغه خبرپاڼه کې ويل شوي چې د خلکو د بشري حقونو او ازادۍ تر پښو لاندې کولو لپاره د طالبانو تر ټولو ستره وسله د افغانستان د خلکو «چوپتيا او وېره» ده.
دغه غورځنګ بر ژمنو سیاستوالو او نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د طالبانو د ملاتړ پر ځای په افغانستان کې د ولسواک او ټولګډونه حکومتولۍ ملاتړ وکړي.
ټاکل شوې چې په نږدې لسو ورځو کې د دوحې درېمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د قطر کې د نړۍ د هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون ترسره شي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ملګرو ملتونو د طالبانو په غوښتنه په دې غونډه کې د ښځو او مدني ټولنو د استازو له رابللو ډډه کړې ده.