Uncategorized @ps نړۍ

د روسیې او شمالي کوریا مشرانو دوه اړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې شمالي کوریا ته تللی، د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره یې یو ستر دفاعي تړون لاسلیک کړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په لاسلیک شوي تړون کې دوه اړخیزه دفاعي ژمنه شامله ده، چې په وروستیو کلونو کې په اسیا کې د روسیې له مهمو اقداماتو څخه ګڼل کېږي.

پوتین وویل، «د همکاریو هراړخېزه تړون چې نن لاسلیک شو، د نورو شیانو تر څنګ، د دې هوکړې د یو اړخ په وړاندې د تېري په صورت کې دوه اړخیزه مرسته چمتو کوي.»

کیم جونګ اون هم دغه تړون د «اتحاد» په توګه بیان کړ او د روسیې دغه اقدام چې د شمالي کوریا د ملاتړ لپاره«ډیر مهم ستراتیژیک اقدام» بولي، ستاینه وکړه.

د يادونې وړ ده چې پوتين د روانې مياشتې په ۲۹ مه نېټه د دوه ورځني رسمي سفر لپاره د شمالي کوريا پلازمېنې پيونګ يانګ ته تللى دى.

دا له ۲۴ کلونو وروسته شمالي کوریا ته د پوتین لومړی سفر دی.

اوس د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه رسمي سفر ویتنام ته تللی.

پوتين په یوه مقاله کې چې د هغه د سفر لپاره ترتيب شوې وه او د ویتنام د کمونست ګوند په ورځپاڼه کې خپره شوې، ښاغلي پوتین د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره د «عملي چلند» د ملاتړ په خاطر د دغه هېواد ستاینه کړې.