د افغانستان لپاره د ښځو ټولنې د دوحې د راتلونکې غونډې په غبرګون کې ویلي چې د ښځو له شتون پرته د ملګرو ملتونو هر ډول غونډه باطله ده.
د ښځو دغه ټولنه وايي، د دوحې په درېیمه ناسته کې چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړېږي، د افغان بېلابېلو مېرمنو په ځانګړې توګه د هغه چا غږ باید واورېدل شي، چې څنډې ته شوي دې.
د افغانستان لپاره د ښځو ټولنه د دوحې راتلونکې غونډه د «مذاکراتو پر سر د طالبانو تسلط»او د افغاني ټولنې د سلګونو متنوع ډلو له منځه وړل بللي دي.
په دې خبرپاڼه کې ويل شوي چې نړيواله ټولنه نه شي کولى له دې غونډې څخه لکه څنګه چې لازمه ده ګټه پورته کړي.
د افغانستان لپاره د ښځو ټولنه وايي، د دوحې ناسته د افغانستان لپاره یوه مهمه ناسته ده چې له لارې یې نړیواله ټولنه کولای شي د افغاني ټولنې یو بېل لید وړاندې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، کله چې ملګري ملتونه د طالبانو لپاره یو
غونډه جوړوي او د ښځو او بشري حقونو له بنسټونو سره مشوره نه کوي، پر ملګرو ملتونو د افغانانو باور ته زیان رسېږي.
ټاکل شوې د دوحې غونډه د جون په ۳۰مه د ملګرو ملتونو په کوربه توب له طالبانو او نړیوالې ټولنې سره د سلا مشورو په موخه په دوحه کې جوړه شي.
که څه هم طالبانو د دوحې په دویمه ناسته کې ګډون ونه کړ؛ خو دا ځل يې چمتووالى ښودلى او ويلي يې دي، چې د اوسنۍ اجنډا کې د شتون په صورت کې به ګډون وکړي.
خو د افغانستان د بشري حقونو او د ښځو سازمانونو په دې غونډه کې د مدني ټولنې او ښځو نه بلنه «تحريم او غندلې» ده.