نړۍ

د ناټو عمومي منشي د روسیې او شمالي کوریا د نږدېوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) عمومي منشي ینس سټولټنبرګ شمالي کوریا ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

ښاغلي سټولټنبرګ پرون (سه شنبه د جون ۱۸مه) د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره یوې خبري غونډې ته وویل چې ناټو له د شمالي کوریا  داټومي او توغندیزو پروګرامونو څخه د روسيې د احتمالي ملاتړ په اړه اندېښنه لري.

د ناټو عمومي منشي وايي، په اوکراین کې د روسیې جګړه د چین، شمالي کوریا او ایران له خوا ملاتړ کېږي او دوی ټول غواړي چې ناټو ناکامه شي.

هغه وویل: «البته، موږ د شمالي کوریا د اټومي او توغندیو پروګرامونو لپاره دروسیې د احتمالي ملاتړ په اړه اندیښمن یو.»

د ناټو عمومي منشي پر دې ټينګار وکړ چې دغه مسٸله او د روسيې له اقتصاد څخه د چين ملاتړ ښيي چې په اروپا کې امنيتي ننګونې له اسيا سره څنګه تړلې دي.

ینس سټولټنبرګ زیاته کړه چې راتلونکې میاشت په واشنګټن کې د ناټو غونډه به له استرالیا، نیوزیلنډ، جنوبي کوریا او جاپان سره د دغه سازمان د همکاریو د پیاوړتیا شاهده وي.

ښاغلي سټولټنبرګ دغه څرګندونې شمالي کوریا ته د روسیې ولسمشر سفر سره هم مهاله کړي.

دا په تېرو ۲۴ کلونو کې شمالي کوریا ته د پوتین لومړی سفر دی.

د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت وياند جان کربي ويلي و، چې واشنګټن د روسيې او شمالي کوريا اړيکې له نږدې څاري. ځکه چې «ممکن داسې دوه اړخیزه همکاري شتون ولري چې کولی شي د کوریا ټاپووزمې امنیت اغیزمن کړي.»

د شمالي کوریا او روسیې ترمنځ د نږدې همکارۍ په اړه اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې شمالي کوریا د روانې اوونۍ په پیل کې روسیې ته د وسلو ۱۰ زره کانټینرونه ولېږل.

ګلوبل آی نیوز راپور ورکړی چې د شمالي کوریا د وسلو په مرسته کې تر ډیره د توپ ګولۍ شاملې دي.