ورزش

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډله له نړیوال جام بهر شوه

د امریکا د کرېکټ ملي لوبډلې تیره شپه د ايرلينډ لوبډلې سره په  لوبه کې د يو امتياز په ترلاسه کولو سره د پاکستان د کرېکټ له ملي لوبډلې مخکې شوه چې له امله یې پاکستان له شل اوريز نړیوال جام بهر شو.

د امریکا او ایرلنډ ترمنځ تېره شپه لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده او د امریکا لوبډلې د نړیوال جام بل پړاو ته لاره پیدا کړه.

د امریکا او ایرلنډ ترمنځ تېره شپه لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده او د امریکا لوبډلې د نړیوال جام بل پړاو ته لاره پیدا کړه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تر دې وړاندې د نړیوال جام د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته لار موندلې ده.

د کرېک انفو د معلوماتو پربنسټ، بل پړاو ته د امریکایي لوبډلې په تګ سره، د پاکستان کرېکټ لوبډله له نړیوال جام ووته.

دا ځل د کرېکټ نړیوال جام د شل اوریزو لوبو په چوکاټ کې په ویسټ انډیز کې ترسره کیږي.