فرهنګ او هنر

یوه ۱۳۰ کلنه الجزایري ښځه حج ته تللې 

رسنیو راپور ورکړی چې د الجزایر یوه ۱۳۰ کلنه میرمن ساردا ساتیتي د جون په ۱۲مه سعودي عربستان ته تللې ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې نوموړې غواړي د حج فريضه ادا کړي.

د جدې په هوايي ډګر کې د سعودي عربستان هوايي شرکت په ډاليو د مېرمن ساتیتي هرکلی وکړ.

ویل کیږي چې نوموړی سږ کال د حج په مراسمو کې تر ټولو ډېر عمر لرونکې ميرمن ده.

نن جمعه د غبرګولي ۲۵ مه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یو میلیون مسلمانان په سعودي عربستان کې د حج فریضه ادا کوي.