افغانستان نړۍ

مک کال: بایډن باید له طالبانو څخه د امریکايي وګړو خلاصون ته لومړیتوب ورکړي

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال ویلي، تر اوسه څرګنده نه ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له طالبانو څخه د یوه امریکايي وګړي راین کوربټ د خلاصون لپاره څه پلان لري.

د دغې کمیټې له خوا د خپرې شوې بیانیې پر بنسټ، د کانګرس دغه چارواکي له بایډن څخه وغوښتل؛ څو له طالبانو څخه د کوربټ خوشې کولو ته په خپلو پلانونو کې لومړیتوب ورکړي.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر وايي، راین کوربټ د طالبانو له خوا په ډېرو بدو شرایطو کې په انفرادي بند کې ساتل شوی او په جسمي ستونزو اخته شوى دی.

هغه زیاته کړه: «د راين د روغتیايي وضعيت د خرابوالي او د دې حقیقت له امله چې هغه د طالبانو لخوا په سختو شرایطو کې ساتل کیږي، بایډن باید د رايان خلاصون ته لومړیتوب ورکړي.»

په همدې حال کې، د راين کوربټ میرمن ویلي چې د مېړه رواني او فزیکي روغتیايي وضعيت يې په وروستیو میاشتو کې په پام وړ کچه خراب شوى دى.

د یادولو وړ ده چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰ مه راين کوربټ نیولی و؛ خو تر اوسه یې د هغه د ساتلو او د خلاصون د نېټې په اړه جزئيات نه دي ورکړي.