ورزش

محمد نبي د نړۍ د ۲۰ اوریزو سیالیو غوره الراونډر لوبغاړی شو

Photo: ICC

د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي په شل اوریزو سیالیو کې د نړۍ د «آل راونډر» لوبغاړو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړ.

په ورته مهال، هغه په ​​​شل آوريزو کرکټ لوبو کې  د توپ وهنې او توپ اچونې دواړو برخو کې مخکښ لوبغاړی دی.

محمد نبي د ۲۳۱ نمرو په ترلاسه کولو سره  دغه مقام خپل کړى دی.

نوموړی د افغانستان د ملي لوبډلې یو له تجربه لرونکو لوبغاړو څخه ګڼل کیږي او د افغانستان لپاره یې تر ټولو زیاتې شل اوریزې او یو ورځنۍ لوبې کړي دي.

محمد نبي څو ورځې وړاندې د نیوزلينډ خلاف لوبه کې ښه وځلید او وتوانید چې دوه نیوزلنډي لوبغاړي له میدانه وباسي.

محمد نبي په یو ورځني کرکټ د الراونډرانو په نوملړ کې هم لومړی ځای لري.