له پاکستان او ایران څخه په یوه ورځ کې تر دوه زره ډېر افغان کډوال په زور او په خپله خوښه ویستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېره یوه ورځ (شنبه، د غبرګولي ۱۹) له ایران څخه يوزر ۷۷۳ کډوال ایستل شوي دي.
په همدې حال کې د دغې خبرپاڼې له مخې پرون له پاکستان څخه ۳۲۴ کډوال په زوره ایستل شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې دغه وزارت وايي، دغه راستانه شوي کسان د کندهار او هرات ولایتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي چې يوزرو۷۷۳ افغان کډوال د هرات اسلام کلا له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
په ورته وخت کې٣٢٤ افغان کډوال د کندهار له سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې په دغو راستنو شويو کې جره ګان او کورنۍ هم شامل دي.