فرهنګ او هنر

یونیسکو د مولانا د زوکړې ورځ «نورو ته د درناوي»ورځ ونوموله

د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د یو افغان کار پوه به هڅو د تلې پنځلسمه  (د مولانا جلال الدین محمد بلخي د زوکړې ورځ) د «نورو د درناوي»د نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده.

د فلسفې استاد سید حسین اشراق له آمو سره په خبرو کې ويلي، چې د دې ورځې په اړه د ده له خوا یونسکو ته وړاندیز شوی و، چې له بحث وروسته د دې ادارې له خوا د منلو وړ وګورځېد.

ښاغلی اشراق وايي، چې د ملګرو ملتونو علمي-فرهنګي سازمان دغه ورځ د «نورو د درناوي» ورځې په توګه تصویب کړې او د اداري طرزالعملونو په ترڅ کې به یې ترسره کړي.

دغه لیکوال او د افغانستان د پوهنتون استاد زیاتوي چې یونسکو ته یې یو لیک استولی او له دې ادارې یې غوښتي چې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د زوکړې ورځ د نورو د درناوي د ورځې په توګه ونوموي.

مولانا جلال الدین محمد بلخي چې د بلخ په مولوي او صوفي شاعر هم مشهور دی، د ۵۸۶ هجري لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵ نیټه په بلخ کې زیږیدلی دی.

د مولانا جلال الدین محمد بلخي پلار محمد بن حسین د سلطان علما په نوم نامتو خطیب و.

مولانا په ماشومتوب کې د چنګیز د بريد پر مهال له خپلې کورنۍ سره له بلخ څخه د نننۍ ترکیې قونیا ښار ته هجرت وکړ او هلته يې شهرت ترلاسه کړ.

د رومي په ژوند کې تر ټولو مهمه پیښه د شمس تبریزي سره د هغه ليدنه ده چې یو صوفیانه عارف دی چې رومي یې له تصوف او عرفان سره آشنا کړ.

مولانا د ۶۵۲ کال د جدي د میاشتې په څلورمه نیټه د خپلې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.

په قونیا کې د هغه مقبره د هغه د طريقت مینه والو او پیروانو لپاره  زیارت ځای دی.

له مولانا څخه مثنوي معنوي، دیوان کبیر او فیه مافیه اثار  پاتې دي.

اقبال لاهوري چې د اردو-فارسي – دري ژبې له نامتو شاعرانو څخه دی، په خپل یوه شعر کې د رومي په اړه داسې لیکلي دي:

مثنوی او چو قرآن مدل

هادی بعضی و بعضی را مذل

په مولوي په تصوف کې انسان لوړ مقام لري او د فکر او مذهب په نظر کې نيولو پرته د عزت او احترام وړ دی.