د طالبانو له ګواښ وروسته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یو شمېر ښځینه کارکوونکې له کاره پاتې شوې دي. باوري سرچینو آمو ته ویلي، چې په کابل کې د ملګرو ملتونو ځینې ښځینه کارکوونکې د طالبانو لهخوا د مستقیمو ګواښونو او محدودیتونو سره مخ شوي دي.
د سرچینو په وینا، دغه ګواښونه د ښځینه کارکوونکو تعقیبول، د دوی پر کورنیو فشار راوړل، او د ګواښمنو لیکونو استول شامل دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه ګواښونه تر ډېره د ملګرو ملتونو د سیاسي او رغنیزو چارو ادارې پر ښځینه کارکوونکو متمرکزې دي. له دې سره هممهاله، سرچینې وایي چې په هرات ولایت کې هم د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو ته سپارښتنه شوې چې تر بلې خبرتیا پورې له کوره کار وکړي.
