ننګرهار کې د شاتو د مچيو روزنکي وايي، د بېرو د ځنګلونو او باغونو د کمښت له امله دوی هرکال مجبورېږي، چې له سختو لارو پاکستان ته خپلې مچۍ ولېږدوي.
دوی وایي هلته یې په لېږدولو هم لوړ لګښت راځي او هم یې مچۍ په لاره کې له منځه ځي.
د شاتو مچيو د اتحاديې مشر رياض احمد رودوال وایي دوی هڅه کوي هرکال په دې ولایت کې د شاتو تولید زیات کړي، خو د باغونو نشتون د دوی د تولیداتو د زیاتوالي مخه نيسي.
رودوال وایي: «ډېره سخته ده موږ هرکال دلته له سختو ستونزو سره مخ یو کله وچکالي شي بیا د غرو ډډو ته منډې وهو، باغونه نشته، خلک د بېرې شات خوښوي خو دلته له بدهمرغه د بېرو باغونه بیخي نشته دا لویه ستونزه ده.»
شاه ولي هم د شاتو د مچیو يو فارم لري وایي، پاکستان او نورو هیوادونو ته د مچیو له لېږدولو نور ستړي دی.
دی وایي که په کور دننه د پلوڅو او بېرو بڼونه ورغول شي د دوی ستونزه به ورسره اواره شي.
شاه ولي زیاتوي: «دلته په افغانستان کې د بېرې بوټي نه لرو، حکومت په دې برخه کې کار وکړي، نور ستړی یم چې پاکستان ته واوړه او یا بل ځای ته که خپل وطن کې دا ستونزه حل شي بیا مو هلته څه کول.»
د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي بیا تازه په دې ولایت کې د بېرو د بڼوڼو د جوړېدو خبر ورکوي.
د کانال ریاست ویاند همایون غریب مل وایي، دوی د شاتو د حاصلاتو د زياتوالي په موخه د بېرو ځنګلونه او باغونه جوړ کړي، چې سږکال په حاصل راغلي دي.
غریب مل وایي په ۱۳۹۸ کال کې د بېرې ونو د ځنګلونو او باغونو د جوړېدو چارې پيل شوې، چې اوس يې ۲۱ زره ونې په حاصل راغلي دي.
نوموړی زیاتوي: «موږ د بېرو د ونو زیاتوالي لپاره تازه بڼونه جوړ کړي او لا هم کار روان دی، دلته د تېرو کلونو جوړ شوی ځینې ونې په حاصل راغلي سږکال به یې حاصل هم واخلو.»
غریب مل وایي د شاتو مچيو یو شمېر روزونکو هم خپلې مچۍ د دغو ونو څنګ ته ايښي خو په خبره یې تمه لري، چې راتلونکو کلونو کې به دغه باغونه مچيو روزونکو ته د کار او روزنې يو ښه مرکز وګرځي.
د مالوماتو له مخې اوسمهال په ننګرهار کې د شاتو د توليد لپاره د مچيو روزنې ۶۰۰ لوی او واړه فارمونه فعاليت کوي، چې هر کال شاوخوا پنځه سوه ټنه شات توليدوي.