د وېنزوېلا ولسمشر، نیکولاس مادورو، له نیول کېدو وروسته نیویارک ته لېږدول شوی او ټاکل شوې، چې د نشهیي توکو د قاچاق په تور محاکمه شي.
نوموړی وروسته له دې چې تور یې ورته واورول شو، د فدرال یوې توقیف خونې ته لېږدول شوی دی. مادورو له دې مخکې، پر ځان هر ډول تورونه رد کړي و.
بل لور ته، یو شمېر هېوادونو د امریکا له دغه اقدامه هرکلی کړی خو یو شمېر نورو بیا د مادورو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
