Afghanistan

ټرمپ ته د مېرمنو پرانیستی لیک: له طالبانو سره دې د امریکا د سولې تړون لغوه شي

Former U.S. special envoy, Zalmay Khalilzad and former Taliban (deputy chief minister now), Abdul Ghani Baradar are signing the Doha agreement; Feb, 29, 2020.

د افغان ښځو یوې ډلې چې ځانونه د اعتراضي خوځښتونو غړې او د بشري حقونو فعالان پیژني، په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا له منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه غوښتي چې له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون «لغو» کړي.

دغه مېرمنې وایي چې دغه تړون نه یوازې په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې پاتې راغلی دی. بلکې په کورني او نړیواله کچه «ناورين زيږونکې» پایلې لري.

طالبانو “له دې هوکړې او واک ته له راستنېدو راهيسې د ښځو او نجونو په ځپلو او شکنجه کولو پيل وکړ او همدارنګه [نور سیاستونه] لکه د لږکیو ځورول، جنګي جرمونه، جبري مهاجرت، هدفي وژنې، وده، تولید او نشه یي توکو قاچاق او د رسنیو او مدني ټولنو د ازادۍ تر پښو لاندې کولو تر کار لاندې نيولي دي.

دغه مېرمنې وايي، هېواد ته د طالبانو له راتګ سره چې د هوکړې پروسه وه د کډوالي او د کډوالۍ کړکېچ لاپسې شدت موندلی دى.

په لیک کې همداراز ویل شوي چې دې تړون «نړیواله ترهګري پیاوړې کړې، په سیمه کې یې بې ثباتي زیاته کړې، د ډله ییزې کډوالۍ ګواښ یې زيات کړی، د حکومت خطرناک موډل یې رامنځته کړی او منظم جرمونه یې زیات کړي دي.»

د ښځو يادې ډلې پر ټرمپ غږ کړی چې په ۲۰۲۰ کال کې د قطر په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ لاسلیک شوی د سولې تړون لغوه کړي، د دوی مشران دې عدالت ته راکاږي، پر طالبانو ډيپلوماتیک او نړیوال فشارونه زیات کړي او په افغانستان کې دې د یوه منتخب حکومت ملاتړ وکړي او هیواد او مدني ټولنې او آزادې رسنۍ پیاوړې کړي.

يادو ښځو ښاغلي ټرمپ ته په خطاب کې ليکلي: «تاریخ به د دې شېبې پر وړاندې غلی پاتې نشي، ستاسو پرېکړه چې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو چې د طالبانو له خوا تر ظلم لاندې دي، ملاتړ وکړي دې هیواد برخلیک بدلولی شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر تړون د پخوانیو حکومتي چارواکو او یو شمېر افغانانو له خوا هم نیوکې شوې دي.

له هوکړې وروسته طالبانو د یوه بلې دورې لپاره د هېواد واک په خپل لاس کې واخیست او واک ته د دوى له بېرته راګرځېدو سره د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو اساسي حقونه او آزادۍ ترې وتروړل شوې او طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زده کړو پر دوام بندیز ولګاوه.

په همدې حال کې طالبانو په عامه ځایونو کې د ښځو پر حضور، د مخونو او غږونو د پټولو په ګډون سخت بندیزونه لګولي او پارکونو او سينګارتونونو ته یې د دوى پر ورتګ بندیز لګولی دی.