افغانستان

سیګار: احتمالاً طالبان د امریکا په مرستو تمویلېږي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي بنسټ (سیګار) مسوول جان ساپکو د امریکا د استازو جرګې ته ویلي، هېڅ تضمین نشته چې د واشنګټن مرستې «په اوسني وخت کې طالبان تمویل نه کړي.»

افغانستان

د ننګرهار اوسېدونکي:د اختر په درشل کې د وچو مېوو بېې دوه برابر شوې

په مرکز جلال اباد کې د کوچني اختر په رارسېدو سره ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده. خو سږ کال د وچې مېوې بازار د تېر په شان ګرم نه دی او خلک یې د پېرلو وس نه لري.

افغانستان

د خوست په ودونو کې د موسیقۍ پر ځای ادبي مشاعرې

له هغې وروسته چې طالبانو په هېواد کې پر موسیقۍ بندیز ولګاوه، د خوست اوسېدونکو دغو مراسمو ته بل رنګ ورکړ او اوس خپل د خوښۍ مراسم د موسیقۍ پرځای پر ادبي او فرهنګي بڼډارونو لمانځي.

افغانستان

د اختر په درشل کې د کونړ د اوسېدونکو ستونزې

د کونړ ولایت اوسېدونکي په سږنۍ روژه کې د توکو د ګرانۍ او اقتصادي ستونزو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

افغانستان

په سوډان کې د وسله والو نښتو دوام؛ ۲۵ تنه مړه او ۱۸۳ نور ټپیان شوي

د سوډان په پلازمیني خرطوم او ددې ولایت په یو شمېر نورو ښارونو کې د شنبې په ورځ د دوو وسله والو لوریو ترمنځ نښتې پيل شوې او لا هم روانې دي.

افغانستان

هرات کې د سړک غاړې پلورونکي: طالبانو ته له ۱۵۰ تر ۳۰۰ افغانیو مالیه ورکوو

هرات کې یو شمېر د سړک غاړې پلورونکي وایي چې د نوي مالي کال له پیل راهیسې هره میاشت ښاروالۍ ته له ۱۵۰ تر ۳۰۰ افغانیو مالیه ورکوي.

افغانستان

د کونړ پېچ درې اوسېدونکي د ښوونځیو له نشتوالي شکایت لري

ددې سیمې اوسېدونکي وایي چې د ناامنۍ، جګړو او ښوونځي د نشتوالي له امله یې ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې شوي دي.

ورزش

په خوست کې د لومړي ځل لپاره د فوتسال سیالیو ترسره کېدل

په خوست کې د لومړي ځل لپاره د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوتسال د «رمضان جام» په نوم شپېنۍ سیالۍ ترسره شوې، چې د اریانا کلب په اتلوالۍ پای ته ورسېدې.

افغانستان

ریچارد بنت: نړۍ باید پر طالبانو لازیات بندیزونه ولګوي

ښاغلي بنت چې په نیویارک کې یې د ملګروملتونو سازمان په مرکز کې خبرې کولې، د آمو خبریال ته یې وویل چې طالبان له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ لومړۍ واکمنې کې خپل هماغه سیاستونه تکراروي.

افغانستان

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سمرقند په ناسته کې د ګډون په موخه ازبکستان ته ولاړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبې په یوه ټویټ کې په هغه ناسته کې چې ایران، پاکستان، چین، روسیه، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په ګډون جوړېږي د متقي ګډون تایید کړ.