افغانستان

د خوست په ودونو کې د موسیقۍ پر ځای ادبي مشاعرې

ودونه، کوژدې، کلیزې، نوی کال او اخترونه هغه مراسم دي، چې خلکو په همدې پلمه د موسیقۍ او سندرو محفلونه پکې جوړول.

له هغې وروسته چې طالبانو په هېواد کې پر موسیقۍ بندیز ولګاوه، د خوست اوسېدونکو دغو مراسمو ته بل رنګ ورکړ او اوس خپل د خوښۍ مراسم د موسیقۍ پرځای پر ادبي او فرهنګي بڼډارونو لمانځي.

دا په خوست کې د یوه فرهنګي ځوان سراج ارزښت د کوژدې مراسم دي، چې د تېر په پرتله یې توپیر دا دی، د موسیقۍ پرځای پکې ادبي ناستې ترسره او د کېک په پرې کولو او ځانګړو خوړو سره نمانځي.

په دې ډول ادبي ناستو کې پر غزلونو، نظمونو او بیتونو سربېره ګډون وال د لڼډیو او ټپو ویلو سیالۍ هم کوي، چې برخه‌وال ترې خوند اخلي.

په دغو مراسمو کې د بېلابېلو ادبي صنعتونو ترڅنګ له موسیقۍ پرته ځینې سندرې هم د ترنم په ډول ویل کېږي.

شاعران او فرهنګنیان په اوسنيو شرایطو کې دا ډول ادبي ناستې د خلکو د خوښۍ لپاره د موسیقۍ ښه بدیل بولي او وايي چې هنر باید یوازې په موسیقۍ پورې محدود نه وي.

شاعر او دکلمه کوونکی سجاد شاه وايي: «په اوسني وخت کې دا ډول ادبي مشاعرې د موسیقۍ بدیله لاره کېدای شي، دا ډول مراسم خلکو ته د ښکلا، محبت، ورورولۍ، یو بل منلو پیغام له ځان سره لري او د ټولنې د فکري رغښت او ټولنې د مثبتو ذهنونو د ودې زمینه برابروي، له یوې خوا ادب او فرهنګ غوړېږي او له بله پلوه د خلکو د خوښۍ لامل کېږي.»

په ورته وخت د شعر او ادب مینوال هم د بدو او بې ځایه دودونو په پر ځای دا ښه فرهنګ بولي.

د دغه ډول ناستو مینه وال حمید ژوند وايي، دا ډول ناستې له یوې خوا ادب او فرهنګ ته کار کېږي او له پلوه یو مثبت لیدلوری له ځان سره لري.

د یادونې وړ ده، په خوست کې به هم د جمهوري نظام پر مهال د هېواد د نورو سیمو په شان په ودونو او نورو مراسمو کې موسیقي غږول کېده او سندرې به ویل کېدې او ترڅنګ یې په دې ولایت کې د چنار کلنۍ مشاعره او نورې دودیزې او لویې مشاعرې جوړېدې، خو د طالبانو په راتګ سره دا ډول ادبي پروګرامونه کم شوي او د ودونو او خوښۍ مراسم د شعرونو او لنډیو په ویلو سره لمانځل کېږي.