افغانستان

د طالبانو د واکمنۍ په تېرو دوو کلونو کې د داعش په بریدونو کې د ۴۲۷ تنو وژل کېدل

د آمو موندنې ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په دوو کلونو کې؛ د داعش خراسان څانګې لږ تر لږه ۱۶ لوی بریدونه ترسره کړي دي.

له دې جملې ۹ پېښې په ځانګړې توګه د افغانستان د هزاره او شیعه وګړو پر ضد شوي، په ۶ نورو پېښو کې د طالبانو د یو شمېر لوړ پوړو سیمه ییزو چارواکو د وژلو په ګډون عمومي هدفونه شامل دي.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښیې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې؛ له هغې ورځې چې طالبان واک ته ورسېدل، د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ تر ۱۵مې په افغانستان کې د داعش په بریدونو کې ۱۱۵۳ ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي، چې ډېری یې شیعه ګان او هزاره ګان دي.

طالبان چې دا مهال په افغانستان واکمن دي ادعا کوي چې داعش په هېواد کې ځپل شوی او د له منځه تلو په حال کې دی.

له دې ټولو سره سره دا چې هېواد ته د داعش ګواښ څومره جدي دی او دا ډله په افغانستان کې د څه په لټه کې ده؟

د داعش خراسان څانګې یا د عراق او شام اسلامي دولت ډلې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په افغانستان کې پښه ټینګه کړې وه. په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د دغې ډلې د ګواښونو کچه ډېره لوړه شوې ده.

واک ته له راستنېدو وروسته په تېرو دوو کلونو کې طالبانو په پرله پسې توګه ویلي چې د داعش ګواښ پای ته رسېدلی دی.

خو له دې سره سره داعش په تېرو دوو کلونو کې لږ تر لږه ۱۶ بریدونه کړي چې له جملې یې ۹ بریدونه په ځانګړې توګه د افغانستان د هزاره او شیعه وګړو پر ضد ترسره شوي او ۶ په کې په جوماتونو بریدونه شامل دي.

د افغانستان په هزاره او شیعه وګړو د داعش بریدونه:

– د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر ۳۰مه– پر کاج ښوونیز مرکز د داعش برید
۵۳ تنه وژل شوي او ۱۱۰ تنه ټپیان دي.
– د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۱۵مه– د بي بي فاطمه (رض) پر جومات د داعش برید – کندهار ۳۶ تنه وژل شوي او ۷۰ ټپیان دي.

– د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۸مه– د کندز په سیداباد جومات د داعش برید
۵۰ وژل شوي او ۱۰۰ ټپیان دي.

– د ۲۰۲۲ کال د اپریل ۲۱مه – د سه دکان پر جومات د داعش برید – بلخ
۳۰ تنه وژل شوي او ۹۰ تنه ټپیان دي.

– د ۲۰۲۲ کال د اګست ۶مه– د محرم په درشل کې– د کابل په لویدیځ کې د استاد مزاري څلولارې کې د داعش برید اته تنه وژل شوي او ۲۲ ټپیان دي.

– د ۲۰۲۲ کال د اګست ۵مه – د محرم په درشل کې – د کابل لویدیځ کې سرکاریز کې د داعش برید یوولس وژل شوي او ۲۴ ټپیان دي.

– د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۱۳مه– د امام زمان پر جومات د داعش برید – بغلان ۱۸ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه ټپیان دي.

– د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۲۶مه– د کابل په لویدیځ کې د ملت په کلب د داعش برید اته تنه وژل شوي او ۷ تنه ټپیان دي.

– د ۲۰۲۳ کال د نوامبر ۹مه – د کابل په لوېدیځ کې پر یوه مسافر وړونکي موټر د داعش برید اوه تنه وژل شوي او ۲۰ ټپیان دي.

د دغو پېښو په دوام کې د خپلواکو سرچینو او رسنیو د شمېرو پر بنسټ، ۲۲۱ کسان وژل شوي او ۴۷۳ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د هزاره او شیعه وګړو پر وړاندې د داعش په ۹ بریدونو کې د وژل شویو او ټپیانو شمېر ۲۲۱ تنه وژل شوي ۴۷۳ تنه ټپیان شوي دي.

د کابل اوسېدونکې میترا وایي: «په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې په جوماتونو کې ځانمرګي بریدونه ترسره شول، چې داعش یې پړه په غاړه واخیسته. دا تقریباً نسل وژنه ده، د ځینو ډلو (خلکو) په وړاندې. طالبان وايي چې داعش وجود نه لري، باید راشي او د خپلو خبرو پر بنسټ د خلکو امنیت تامین کړي. ځکه موږ د خپل امنیت په اړه اندېښمن یو.»

په تېرو دوو کلونو کې په درېیو پېښو کې د طالبانو پر یو شمېر لوړ پوړو سیمه ییزو چارواکو داعش بریدونه ترسره کړي، لکه د بلخ لپاره د طالبانو پر والي محمد داوود مزمل د داعش برید چې نوموړی یې په پایله کې ووژل شو او دوه نور ملکي وګړي هم ټپيان شول.

په بدخشان کې دوه ورته پېښې چې په کې د بدخشان لپاره د طالبانو مرستیال والي نثار احمد احمدي او د بغلان د پولیسو پخوانی قوماندان صفي صمیم ووژل شول. که څه هم په دغو پېښو کې ملکي وګړو ته هم د مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه ورکړل شول، خو کره شمېره يې معلومه نه ده.

پر طالبانو د داعش بریدونه:

– د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۹مه په بلخ کې د طالبانو پر والي د داعش ځانمرګی برید –
«د بلخ لپاره د طالبانو د والي وژل کېدل او د دوه ملکي وګړو ټپیان کېدل»

– د ۲۰۲۳ کال د جون په ۸مه او ۹مه په بدخشان کې پر طالبانو د داعش دوه ځانمرګي بریدونه  «د طالبانو د دوو جګپوړو غړو وژل کېدل» «د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه.»

په قطر کې د افغانستان سفارت پخوانی شارژدافیر عظیم الله ورسجي وايي: «په سیمه کې د داعش اهدافو ته په کتو، طالبانو ته فرصت رامنځته شوی، ځکه طالبان د سیمې د هېوادونو پر وړاندې د داعش خطر او ګواښ په لویولو سره د داعش پر وړاندې په جګړه کې د دغو هېوادونو باور او ملاتړ ترلاسه کولو په هڅه کې دي. زما په اند د افغانستان د راتلونکي لپاره تر ټولو ستر ګواښ د ترهګرو ډلو لکه طالبانو او داعش تر منځ د سیالۍ پراخېدل او له طالبانو د سیمې د هېوادونو ملاتړ دی. ځکه د طالبانو ملاتړ د طالبانو د حکومت د ملاتړ په معنا دی.»

د عامه هدفونو له څلورو پېښو داعش په یوه پېښه کې د طالبانو ملاتړی دیني عالم مجیب الرحمن انصاري په نښه کړ. او په درې نورو پېښو کې د کابل پر هوايي ډګر، د هرات پر ګذرګاه جومات، په کابل کې پر چینايي هوټل او بلخ کې پر تبیان کلتوري مرکز او ژورنالیستانو د داعش ډلې ځانمرګي بریدونه شامل دی.

پر عامه اهدافو د داعش بریدونه:

– د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د وتلو د بهیر پر مهال د کابل پر هوايي ډګر برید
۱۷۰ ملکیان او ۱۳ امریکایی پوځیان ووژل شول، ۱۵۰ ملکیان ټپیان شول

– د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر ۲مه، د هرات په ګذرګاه جومات برید ۳۰ تنه ووژل شول او ۲۳ ټپیان شول.

– د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۱۲مه – په بلخ کې د تبیان په کلتوري مرکز او خبریالانو برید درې تنه ووژل شول او ۳۰ ټپیان شول.

– د ۲۰۲۲ کال د دسمبر ۱۲مه په کابل کې د چینايانو پر هوټل برید.
د بهرنیانو په ګډون د ۱۸ تنو ټپیان کېدل.

له دې ټولو سره سره په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د درېیو جګپوړو غړو په ګډون د داعش په ۱۶ چاودنو یا ځانمرګو بریدونو کې ۴۲۷ کسان وژل شوي او ۶۷۳ نور ټپیان شوي دي.

د پوهنتون استاد اکمل بقا وایي: «د طالبانو پر چارواکو او د طالبانو پر پوځي اډو د دې ډلې (داعش) منظم بریدونه، د ازبکستان او تاجکستان پر خاورې راکټي بریدونه، د پاکستان او ایران په خاوره کې ترهګریز بریدونه، دا ټول د دې ښکارندويي کوي چې افغانستان د داعش لپاره خوندي ځای دی.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د راپور د خپرولو تر وخت په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د ګواښونو په اړه د آمو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.
خو د هغه څه پر بنسټ چې نوموړي په وروستیو دوه کالونو کې د طالبانو پر وړاندې د داعش د اقداماتو په اړه په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي؛ طالبانو د داعش پر ضد څه باندې لس عملیات درلودل.

د مجاهد د لیکنو پر بنسټ د دغه عملیاتو په دوام کې د بهرنیانو په ګډون ۳۸ داعش وسله وال نیول شوي او ۳۲ نور وژل شوي دي.

په تېرو دوو کلونو کې د داعش پر وړاندې د طالبانو جګړه: د عملیاتو شمېر: څه باندې لس ۳۸ تنه نیول شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ۱۷م راپور پر بنسټ اوس مهال د داعش جنګیالیو او د هغوی د کورنیو شمېر له څلور تر شپږ زره پورې ښودل شوی دی چې د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ بلل کېږي.