Uncategorized @ps افغانستان

له ماشومانو د ملاتړ صندوق: په نړۍ کې له هرو پنځو ماشومانو یو وږی ویده کېږي

نن د ماشومانو نړیواله ورځ ده. له دې ورځې سره هم مهاله، د ماشومانو ملاتړ صندوق ویلي چې د افغانستان په ګډون ټوله نړۍ د ماشومانو لپاره په ویرونکې سیمه بدله شوې ده او په نړۍ کې له هرو پنځو ماشومانو یو وږی ویده کېږي.

د ماشومانو د ملاتړ صندوق په ایکس پاڼه کې ویلي چې ماشومان له تبعیض پرته د ژوند کولو حق لري.

افغانستان هم د هغو هېوادونو له جملې څخه دی، چې د بېوزلۍ په پراخېدو سره یې ماشومان له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

د نومبر ۲۰مه د ملګرو ملتونو له خوا د ماشومانو د نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې ده. دا ورځ په ټوله نړۍ کې “له ماشومانو څخه د ملاتړ او لاس نيولو” په شعار سره نمانځل کېږي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ماشومانو ته ډېره پاملرنه نه کېږي او ډېر ماشومان له فقر او لوږې سره مخ دي.

جاوېد چې د ښوونځي تر درېم ټولګي پورې يې زده کړې کړې، په هرات کې د سړک په غاړه له خپل کوچنۍ کراچۍ سره کار کوي. هغه دوولس کلن دی.

وايي چې غواړي یو ستورمزلی شي چې نړۍ خلکو ته وښيي. خو اوس د هغه خپله نړۍ په هغه کار پورې تړلې ده چې هغه د یوې ډوډۍ د موندلو لپاره له زده کړو څخه بې برخې کړی.

د ماشومانو د ملاتړ سازمان د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان په ګډون ټوله نړۍ د ماشومانو لپاره په ویرونکي ځای بدله شوې او په هرو پنځو ماشومانو کې یو یې وږی ويده کېږي.

یوازې د جاوید لپاره ژوند ستونزمن نه دی. د ده په څېر په زرګونو نور ماشومان په افغانستان کې د ژوند له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او اړ دي چې د بې وزلۍ، د زده کړو د نشتوالي له امله د یو نا روښانه راتلونکې پرته، ساه واخلي.

د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف هم په ایکس پاڼه کې ویلي چې ماشومان له تبعیض پرته د ژوند کولو حق لري.

خو په افغانستان کې د سختې طبقاتي تشې او د طالبانو له خوا د لګول شويو محدوديتونو له امله نارينه او ښځينه ماشومان دواړه له زده کړو بې برخې دي.

په همدې حال کې، د «زغم» په نوم په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د څارنې یوې موسسې پرون یو راپور خپور کړ چې د دغه سازمان موندنې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته د حقوقي نظام د سقوط او د حقوقي خوندیتوب د نشتوالي له امله د بنسټیزو د ماشومانو حقونه به تر پښو لاندې شي، په دې کې جبري او له وخته مخکې ودونه، د ځان وژنې هڅه، جنسي ځورونه او د تاوتريخوالي نورې بڼې زياتې شوې دي، چې له دې جملې څخه ښځينه ماشومانې د جنسيت او د طالبانو د تبعيضي چلند له امله په سخت حالت کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په تېر کې د ماشومانو د حقونو کنوانسیون لاسلیک کړی، خو په دغه هېواد کې ماشومان له سختو شرایطو سره مخ دي او ډېری یې د خوړو، روغتیا او زده کړو امنیت نه لري.