افغانستان

سرپناه، خواړه او کار له پاکستانه د ستنو شویو کډوالو اصلي ننګونې

سپین بولدک؛ له پاکستانه د افغان کډوالو د دویمې لارې په توګه هره ورځ د زرګونو کډوالو د راتلو شاهد دی.

په دې پوله کډوال آمو ته وايي چې پاکستاني پولیس دوی په ناسم چلند په زور راشړي. ډطری دغه کډوال د سرپناه، خوړو او کار په اړه اندېښمن دي.

دوی وايي، په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي ناورین سره مخ دی، نه پوهېږي چې د څه ډول راتلونکي ته په تمه واوسي.

په دې ځای کې د تورخم په پرتله د کډوالو شمېر کم دی. نارینه، ښځې او ماشومان له براخې ستومانۍ او مجبوریتونو سره خپل کور ته را ستنېږي. دوی آمو ته د خپل ستړي سفر په اړه کیسې کوي.

یو دغه راستون شوی کډوال جاوېد احمد وايي: «په کراچۍ کې زموږ خلک ډېر ځوروي، موږ ته يې ويل چې رينجر او پوليس را روان دي، او باید ژر ولاړ شئ، که څه هم کارتونه مو هم لرل، بالاخره ومو کولی شول د شپې نهه بجې له پولې راتېر شو.»

سرپناه، خواړه او کار د هر هغه کډوال اندېښنه ده چې افغانستان ته راننوځي، په داسې یو هېواد کې چې تر ستوني په بې وزلۍ او وزګارۍ کې راګیر دی. دلته ډېری داسې کسان دي چې نه پوهېږي چېرته لاړ شي او څه ډول راتلونکي ته هیله من شي. په تېره بیا هغوی چې په پاکستان کې زېږېدلي او لوی شوي او د لومړي ځل لپاره افغانستان ویني.

یو بل کډوال سید وارث وايي: د [طالبانو] حکومت باید موږ ته د سرپناه غم وکړي او د کار زمینه راته برابره کړي. موږ خپل ټول شته، پیسې او ژوند په پاکستان کې پرېښودل. زموږ پیسې یې هم واخیستې. موږ دلته د اوسېدو لپاره ځای نه لرو.»

یو شمېر یې چې د پاکستاني پولیسو له خوا تنګ ته راغلي وو، بېرته افغانستان ته په را ستنېدو خوښ دي.

د محمود خان په شان چې وایي: «زه له کراچۍ ښار راغلم او له دې پولې راتېر شوم. دومره زه دومره خوشاله یم لکه تازه چې له موره پیدا شوی یم.»

د طالبانو د وروستیو شمېرو پر بنسټ د سپین بولدک له لارې شاوخوا اوه زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

که څه هم ډېری هېوادونو او نړیوالو سازمانونو لکه ملګرو ملتونو، د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ د جبري ایستلو لړۍ د بندولو غوښتنه کړې، خو پاکستان وايي چې له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي.