د ملګروملتونو د اته اویایمې عمومي اسمبلې د درېیمې کمیټې د ناستې موضوع له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو کمېشنر ددې پرېکړې په غبرګون کې وايي، هغه کډوال چې ایستل کېږي ښایي په افغانستان کې له جدي خطر سره مخ شي.
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي وايي: «موږ د پاکستان له امنیت او نورو اندېښنې ستاینه کوو، خو غوښتنه کوو د نه ثبت شویو افغانانو مسلې ته ډېری موردونو ته په پام سره آن که دوی ثبت شوي افغانان هم نه وي، له بشري چلند سره مخ شي. نه ثبت شوي کډوال افغانستان ته د ستنولو په صورت کې ښايي له ډېر لوړ خطر سره مخ شي.»
په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي: «موږ له پاکستانه غواړو په افغانستان کې ترینګلي وضعیت ته پام سره چې ګواښونه، ځورنې او ناامنۍ روانې دي، پر دغه پرېکړه بیا غور وکړي.»
ددغو اندېښنو په لړ کې طالبانو ویلي چې باید کوم هېواد افغان کډوال جبري ستنېدو ته اړ نه کړي. د طالبانو د ویاند په دغه اعلامیه کې پرته له دې چې د پاکستان نوم واخیستل شي راغلي په کوربه هېوادونو کې باید د افغان کډوالو شتمنۍ په بشپړه توګه خوندي وي.
د طالبانو د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «اوس یو ځل بیا، له دوی غواړو چې افغانان په زور او له تیاري پرته په زور وتلو ته اړ نه کړي. بلکې دوی ته دې وخت ورکړي او اړوند هېوادونه دې له ښه ګاونډیتوب، اسلامي اخوت او بشري عاطفې کار واخلي.»
د غبرګونونو په دوام، د افغانستان د ژغورنې لپاهر د مقاومت عالي شورا هم اندېښنه څرګنده کړې چې ډېری دا افغانان د ننه په افغانستان کې له ځاني ګواښ سره مخ دي او له دې امله باید اسلام آباد پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.
د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «برعکس پر بې پناه کډوالو د فشار پر ځای باید پر طالبانو ډلې چې د سرحدي نښتو او د پاکستاني طالبانو په ګډون ترهګرو ډلو د پياوړتیا عاملین دي فشار راوړي.»
ریچارد بنت گزارشگر ویژه مللمتحد برای حقوقبشر افغانستان نیز خواستار لغو این تصمیم شده و گفته است که با استفاده از هر راه ممکن از مردم افغانستان پشتیبانی خواهد کرد.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنت وايي: «زه له پاکستانه خپله غوښتنه تکراروم ترڅو افغانستان ته د افغانانو د ډلهییز ایستلو پروګرام په لغوه کولو د افغانانو لپاره د یوه بل ناورین مخنیوی وکړي. زه د افغانانو له حقونو په دفاع کې له هرې ممکنې لارې له هغې جملې له پاکستاني چارواکو سره هڅو ته دوام ورکوم.»
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی وايي: «ښاغلی رییس صاحب، اجازه راکړئ تاسو ته ډاډ درکړم چې هېڅ یو داسې افغان کډوال چې ثبت شوی وي او د نوملیکنې کارت ولري په جبري توګه د ایستلو له ګواښ سره مخ نه دی.»
د ننه په پاکستان کې هم د دې هېواد د سنا جرګې غړي محسن داوړ د یوه لاریون په پیلولو د اسلاماباد د دې پرېکړې پروړاندې مخالفت اعلان کړی دی.
د ملي ډېموکراتیک ګوند مشر محسن داوړ وايي: «نن سهشنبه ورځ کوېټه کې یو لوی لاریون وشو چې په هغه کې زرګونه پښتنو د افغان کډوالو د جبري ایستلو په مخالفت سره راغونډ شول. موږ له ټولو ګډونوالو مننه کوو. موږ په پاکستان کې له افغانانو سره له غیرانساني او ظالمانه چلند سره مخالفت ته دوام ورکړو.»
د ناروې د کډوالو شورا هم ویلي، افغان کډوال باید خپل هېواد ته ستنېدو ته اړ نه ایستل شي.
د ناروې د کډوالو شورا بیکي روبي وايي: «موږ له ټولو لوریو غواړو ډاډ ترلاسه کړي چې افغانان بېرته ستنېدو ته نه دي اړ، تر هغې چې دا کار د دوی لپاره امن او دومداره وي.»
تېره یوه میاشت کې، له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لپاره د اسلاماباد د پرېکړې له اعلان سره هممهاله، د دې پرېکړې په وړاندې جدي غبرګونونه وو خو داسې بريښي چې اسلاماباد تر اوسه دغو غبرګونونو ته پاملرنه نه ده کړې.