افغانستان

د یوناما پخوانۍ مشره: په افغانستان کې د خلکو په تېره بیا ښځو وضعیت ناهیلې کوونکی دی

په افغانستان کې د کاناډا پخوانۍ سفیره دبورا لیون وایي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنۍ وروسته پېښې سختې د اندېښنې وړ دی.

سي‌بي‌سي نیوز یکشنبې د تلې په نهمه رپوټ ورکړی چې دبورا لیون له یوې کاناډايي ورځپاڼې سره په مرکه کې له افغانانو سره د خپل هېواد د همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.

نوموړې زیاته کړه: «مخکې تلو ته د لارې موندل یوه مبارزه ده، خو باید دوام ورکړو.»

لیون چې له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۶ کال پورې په افغانستان کې د کاناډا د سفیره او له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۲ کال پورې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي د ځانګړې استازې په توګه دنده ترسره کړې، څرګنده کړه چې په دې هېواد کې د خلکو په تېره بیا ښځو وضعیت ناهیلې کوونکی دی.

دغې پخوانۍ کاناډايي دیپلوماتې جوته کړې: «د افغانستان کیسه پای ته نه ده رسېدلې، سخت پړاو دی، خو موږ ټول باید ډېرې هڅې وکړو.»

لیون زیاته کړې چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې ځانګړې قومي ډلې ځپلې او د مخکیني حکومت کارکوونکي په تېره بیا پوځیان د دې ډلې له غچ اخیستونکو کړنو سره مخ شوي دي.

هغې له کاناډا او نورو هېوادونو غوښتي چې له افغانانو سره د خپلو مرستو کچه زیاته کړي.

نوموړې دیپلوماتې له طالبانو سره د تعامل غوښتنه وکړه او زیاته کړې ده: «تاسو کولای شئ له دوی سره ملاقات وکړئ، کار ورسره وکړئ، خبرې ورسره وکړئ، هڅه وکړئ داسې لارې چارې پیدا کړئ چې له افغانانو سره مرسته وکړي.»

طالبانو پر افغانستان له بیا ځلې واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

په افغانستان کې د ټولګډونه دولت او پر ښځو د محدودیتونو د لیرې کولو په اړه د نړیوالې ټولنې له بیا بیا غوښتنو سره سره، دغې ډلې تراوسه په دې برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له دې مخکې د بشري حقونو یو شمېر فعالانو او د ښځو د حقونو ملاتړو بنسټونو پر طالبانو د فشار راړولو غوښتنه کړې ده.