افغانستان

د «مسکو فارمټ» ناسته د امریکا له ګډون پرته د روسیې په کازان ښار کې ترسره کېږي

د روسیې د پلازمیني مسکو په اته سوه کیلومترۍ کې، د یوه کورواکه جمهوریت مرکز کازان ښار به د جمعې په ورځ د افغانستان د مسلې په تړاو د مسکو فارمټ د ناستې کوربه وي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی په دغه ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی دی، د افغانستان د ګاونډیو په ګډون د سیمې لس هېوادونه ددغه فارمټ غړي دي او په دغه ناسته کې به ګډون وکړي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د مسکو فارمټ په ناسته کې به د نه غړیتوب له امله، ددغه هېواد استازی ګډون ونه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتو میلر وايي: «د هغه په اړه د ویلو لپاره زیات څه نه لرم پرته له دې چې ووایم موږ د مسکو فارمټ ناستې له ترسره کېدو خبر یوو. موږ د مسکو فارمټ غړیتوب نه لرو، له دې امله به د متحده ایالتونو استازی پکې ګډون ونه کړي.»

د افغانستان په چورلیز د مسکو فارمټ ناسته په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې له خوا رامنځته شوه، اوس یې پنځم پړاو د جمعې په ورځ ترسره کېږي.

که څه هم طالبان په دې ناسته کې د خپل ګډون له امله خوښ دي، خو له دې مخکې مسکو اعلان کړی چې په دغه ناسته کې د طالبانو په رسمیت پېژندلو موضوع نه مطرح کېږي.

خو د مسکو فارمټ په ناسته کې به په کومو مسایلو بحث وشي؟

سیاسي فعال ویس‌ ناصري وايي: «کله چې د مسکو فارمټ هېوادونه د افغانستان د قضیې په اړه بحث کوي، لفظي بحث نه دی، نیوکه نه ده، جدي امنیتي، سیاسي او اقتصادي اندېښنې لري.»

د افغانستان د مخکیني دولت له سقوط وروسته د مسکو فارمټ او د سیمې او نړۍ په کچه دې ته ورته ناستو کې تل په افغانستان کې د ټولګډونه دولت پر جوړېدو، د بشري حقونو په تېره بیا ښځو او نجونو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار شوی خو طالبانو ظاهرا هغې ته هېڅ پام نه دی کړی.

د مسکو فارمټ ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د سیمې په کچه د طالبانو اړیکې له جدي هسکو ټیټو سره مخ شوې، طالبانو له پاکستان سره د ټي‌ټي‌پي پر سره له پاکستان او د حقابې پر سر له ایران سره اختلاف لري.

له بلې خوا، د منځنۍ آسیا هېوادونه د داعش او نورو ترهګرو ډلو د ګواښ او نشه‌يي توکو د قاچاق د زیاتولي په اړه اندېښنه لري.