تراوسه افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګېدلو بندیزونو د لیرې کولو په تړاو په کور دننه او بهر ترسره شویو هڅو کومه پایله نه ده ورکړې او نه هم طالبانو په دې تړاو کومه نوې هیلهمندۍ ورکړې، چې ایا په نادولتي کورنيو او بهرنیو موسساتو کې به پر ښځو د کار بندیز پرېکړه بېرته واخلي او که نه.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ چې په دې وروستیو کې د ناروې د کډوالو شورا له عمومي منشي سره وکتل، په خپل ټویټر کې لیکلي:«په دغه کتنه کې پر دې خبرې وشوې چې نړیواله ټولنه څنګه کولای شي په اصولي ډول د افغانانو بشري اړتیاوو ته دوام ورکړي.»
د ناروې د کډوالو شورا وروسته له هغې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول چې په افغانستان کې یې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.
د افغانستان د اعتراض کوونکو ښځو غورځنګ غړې او د ښځو د حقونو فعاله مونسه مبارز په دې اړه وايي: «له طالبانو سره د تعامل روحیه موجوده ده او د تعامل دغه روحیه لا پیاوړې شوې، نو پر طالبانو لا هم بندیزونه او فشارونه شته. په اعلانونو او ټویټونو کې او زه د طالبانو پر وړاندې کوم عملي اقدام نه وینم چې اغېزمن وي.»
په همدې حال کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره په خپله وروستۍ کتنه کې په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د ښځو پر کار کولو د بندیز پر لیرې کولو ټینګار وکړ.
خو ملګرو ملتونو د مې شپږمه نېټه ټاکلې او وايي چې په دې تړاو له طالبانو سره سلا مشورې روانې دي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی که په دې سازمان کې د ښځو پر کار کولو بندیز لیرې نشي نو له دې هېواده به ووځي.
د ښځو د حقونو یوې فعالې سمیې ولیزاده وویل: «طالبان لا هم له خپلې سختې ایډیالوژۍ سره تړلې او دا وضعیت به په افغانستان کې د ستونزو د لا ژورېدو او په افغانستان کې د نه جبرانېدونکې ناورین لامل شي.»
مرستندویه سازمانونه او ملګري ملتونه هم د طالبانو دغه پرېکړې ویجاړونکې بولي او وايي، چې په افغانستان کې په بهرنیو ادارو او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز میلیونونه افغانان بیړنیو بشري مرستو ته اړ کړي او میلیونونه نور یې بې کوره کړي دي. هغه خلک چې دوی له بشپړې لوږې سره مخ دي او افغانستان ته یې په بشري مرستو منفي اغېز کړی دی.
ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۲۳ کال کې یې په افغانستان کې د بشري مرستو د پرمخ بېولو لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې، خو تر اوسه یوازې ۵ سلنه ورکړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې روان کړکېچ د ځمکې پر مخ تر ټولو ستر او جدي بشري ناورین یادېږي.
خو په افغانستان کې په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز له لګېدو نږدې پنځه میاشتې تېرېږي او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز له لګېدو نږدې یوه میاشت تېرېږي، خو لا هم د دغو بندیزونو د لیرې کېدو څرک نه لیدل کېږي.
د طالبانو له دې پرېکړې وروسته یو شمېر بهرنیو مرستندویه موسسو په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز په غبرګون کې په افغانستان کې خپل فعالیتونه بند کړي او ویلي یې دي چې د دغه بندیز تر دوام پورې به په دې هېواد کې خپل فعالیت بیا پیل نه کړي.
یوناما هم خپل فعالیتونه درولي او له خپلو ټولو کارکوونکو یې غوښتي، چې په کور کېني.