نیمروز د هېواد یو لرغونی ولایت دی چې په تاریخ کې د سیستان په نوم شهرت لري. سیستان یو وخت د یعقوب لیث صفاري په شان پاچاهانو او واکمنو او د رستم او سهراب په څېر پهلوانانو زېږنځای و چې له هغه وخته لوړې او تاریخي کلاګانې پاتې دي.
ددغو لرغونو آثارو ځینې برخې په تېرو کلونو کې د طبیعي پېښو لکه باد، باران او توپانونو له امله ویجاړې شوې؛ خو هغه څه چې اوس د اندېښنې وړ دي ددې ولایت په تاریخي کلاګانو او لرغونو آثارو کې کیندنې دي.
د نیمروز ولایت یو شمېر اوسېدونکي د جمهوریت له سقوط وروسته، د اقتصادي وضعیت د خرابېدو او وزګارۍ له امله د دې ولایت په تاریخي کلاګانو او دښتو کې په کیندنو او کلاګانو په تراشلو بوخت دي ترڅو لرغوني او ګرانبیه آثار پيدا او په پلورلو سره یې د کورنيو اړتیاوې برابرې کړي.
د نیمروز د چخانسور ولسوالۍ یو اوسېدونکی حکیم نارويي د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې وویل: «نیمروز ولایت یو وخت د مغولو د لښکرو ځای و چې د پاچاهانو لپاره ګڼ شمېر ماڼۍ جوړې شوې او اوس دا تاریخي کلاګانې د طبیعي پېښو، کیندنو او حکومت د بې پامۍ له امله د ویجاړېدو په حال کې دي.»
هغه زیاته کړه چې په دې وروستیو کې د امیرانو او مارګو دښتو په تاریخي کلاګانو کې یو شمېر خلک کیندنې کوي او آن ماشومان هم دغو کلاګانو ته د ګرانبیه مریو د موندلو لپاره ورځي او تاریخي آثارو ته زیان رسوي.
نارويي ټینګار وکړ: «د نظام له سقوط وروسته چې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شو، په ولسوالیو او د زرنج شاوخوا سیمو زیات شمېر اوسېدونکو تاریخي کلاګانو ته مخه کړه او د لرغونو آثارو، مریو، ګوتمیو، غمیو، خښتو، سپينو زرو او نور لرغونو توکو د موندلو لپاره د کلاګانو په بېلابېلو برخو کې پلټنې کوي.»
لرغوني آثار، د افغانستان ملي هویت او تمدن نړۍ ته ښيي
په نیمروز کې یو مدني فعال شاه ولي ستار د آمو خبریال ته وویل: «د دغه ولایت تاریخي آثار چې مخینه یې سلګونه کلونو ته رسېږي، ددې ټاټوبي د اوږده تمدن ښودنه کوي؛ خو له ډېرې مودې راهیسې د خلکو له خوا د له منځه وړلو په حال کې دي او طالبانو هېڅ ډول پام نه دی ورته کړی.»
ستار دې ته په اشارې سره چې د ډېری لرغونو کلاګانو ظاهري بڼه د طبیعي پېښو له امله تخریب شوې زیاتوي: «خلکو هم د ډېری دغو کلاګانو په تخریبولو کې لاس لرلی دی. خلک د ګرانبیه مریو په لټه کې تاریخي آثار تخریبوي او دا چاره تاریخي آثارو ته د زیان رسولو لامل کېږي؛ خو حکومت (طالبانو) تراوسه د دې کار مخنیوی نه دی کړی.»
هغه وايي، که څه هم خلک د وزګارۍ او بې وزلۍ له امله د تاریخي کلاګانو په لور ځي ترڅو د یوه ګرانبیه اثر په موندلو او پلورلو سره، د خپلو کورنیو د یوې اونۍ اړتیاوې برابرې کړي؛ خو باید پوه شي چې دا کار یې زموږ هېواد تاریخي هویت ته د زیان رسولو لامل کېږي.
نوموړی لرغوني آثار د هېواد معنوي شتمني بولي او باوري دی چې: «لرغوني آثار د افغانستان هویت او تمدن نړیوالو ته ښيي او طالبان باید د کلتوري میراثونو خوندیتوب ته جدي پام وکړي.»
دغه مدني فعال، په چخانسور کې د څلوېښت برجه کلاګانې، چهل دختران، د امیران صاحب زیارت، شهر غلغله، د ابراهیم خان کلا او همداراز ددې ولایت صیادک او سفیدک غونډۍ، نادعلي غونډۍ او محمد کلا د نیمروز مهم لرغوني آثار بولي او وايي: «دا آثار سلګونه کاله لرغونتوب لري او اوس له ویجاړېدو سره مخ دي. خلک د آثارو د موندلو په موخه دغو سیمو ته ورځي او دا اثار تخریبوي. حکومتونو هم له کلونو راهیسې د تاریخي آثارو او ځایونو ساتنې او بیارغونې ته هېڅ پام نه دی کړی.»
د نیمروز ولایت دغه اوسېدونکي څرګنده کړې: «دا کلاګانې، یو وخت د لرغوني سیستان د پاچاهانو، سردارانو او فرهنګیانو د استوګنې ځای و او د نیمروز له معنوي ارزښتونو څخه ګڼل کېږي. په تېر حکومت کې هم ددغو کلتوري او تاریخي میراثونو خوندیتوب ته پام نه دی شوی او هیله من یو چې طالبان په دې برخه کې جدي پام وکړي.»
په همدې حال کې نیمروز لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس د آمو له خبریال سره په خبرو کې وویل: «د نیمروز تاریخي اثار ډېر یي او ۴۵ لرغوني اثرونه د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې ثبت شوي دي. البته نور تاریخي ابدات هم شته چې شمېر یې تر اوسه روښانه نه دی او د ثبتېدو په حال کې دي.»
نوموړی تاریخي اثار د افغانستان د لرغوني فرهنګ او تمدن نښه ګڼي او وایي: «دا زموږ ټولو دنده ده چې د لرغونو اثارو د خوندیتوب په برخه کې ځانګړې پاملرنه ولرو.»
هغه ټینګار وکړ، چې تاریخي اثار زموږ د کلتوري میراثونو یوه برخه ده او هېچا ته اجازه نه ورکوو چې تخریب یې کړي.
الهام د لرغونو اثارو د خوندي ساتلو په تړاو د خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې خلک باید له ملي او فرهنګي ارزښتونو د ساتنې لپاره له حکومت (د طالبانو له ادارې) سره یو ځای کار وکړي؛ ځکه د خلکو له همکارۍ پرته د تاریخي اثارو خوندي ساتل ناشوني دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې تر څلورو لسیزو زیاته جګړه د دې لامل شوې، د افغانستان تاریخي اثار چې ځینې یې په نړۍ کې ساری نه لري، ناوړه وضعیت ولري او د له منځه تلو له ګواښ سره مخ شي.