سوداګري

د سړې هوا له امله د غنمو کروندو له تخریبه د مرکزي بغلان ولسوالۍ د بزګرانو اندېښنه

په هېواد په ځانګړې توګه بغلان ولایت کې بې‌مخینې سړې هوا او واورې ورېدو سلګونه جرېبه غنم په بوټي کې وچ کړي او کروندګرو یې زیانمن کړي دي.

عزیزګل په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یو کروندګر دی، چې له ډېرو کلونو راهیسې د خپل ژوند اړتیاوې د کرنې له لارې برابروي.

هغه وایي: «کلونه کېږي چې په کرنیزو ځمکو کې پر کار بوخت یم. سږ کال واوره ډېره ورېدلې. هوا هم په بې‌مخینې ډول سړه وه. د کروندګرو هر څه د یخنۍ له امله له منځه ولاړل او غنم په وښو بدل شوي دي.»

جنت ګل سږ کال پر ۲۰ جرېبه ځمکه غنم کرلي دي. هغه وایي: «غنم هر کال په چنګاښ میاشت کې کرل کېږي او له همدې امله پر هره ځمکه چې ژر وکرل شي، ژر وده کوي او غنم به یې پیاوړي بوټي ولري. زما کرل شوي غنم د نورو په پرتله ډېر شنه شوي وو. له همدې امله اوس ټول ژېړ او وچ شوي دي.»

د بغلان کروندګر وایي، چې څوک یې غږ نه اوري او حکومت هم زړه نه پرې سوځوي او له خبریالانو پرته بل څوک نه دي ورته راغلي.

په دې ولسوالۍ کې یو بزګر عبدالقیوم وایي، چې په دې ولسوالۍ کې د زرګونه جرېبه کروندو غنم د سړې هوا له امله پر وښو بدل شوي دي.

هغه ټینګار کړی: «که له بزګرو او کروندګرو سره د سرې مرسته وشي، ښایي غنم یې بېرته شنه شي؛ خو کروندګر د سرې د پېرلو وس نه لري.»

ذاکر یو له هغو کروندګرو دی چې حاصلات یې یخ وهلي او اوس له ډېرو ستونزو سره مخ شوی دی. هغه وایي: «همدا چې طالبان واک ته ورسېدل، بلاوې او افتونه یو په بل پسې زموږ پر ولس نازل شول. زلزلې د سلګونه تنو ژوند واخیست او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړل. سېلابونه راغلل او کورونه، ځمکې او څاروي یې له منځه یوړل. د هر څه بیې لوړې شوې، اوس هم واورې خپل کار وکړ.»

دا شرایط یوازې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې نه دي؛ بلکې د بغلان په څو نورو ولسوالیو کې کروندې او ترکارۍ له منځه تللې او په ښار کې هم مېوه پلورونکو ته سلګونه زره افغانۍ زیان رسېدلی دی.