افغانستان

د ملګروملتونو سازمان مرستیال له طالبانو سره د خبرو لپاره افغانستان ته ځي

د ملګروملتونو سازمان د مرستې رسوونې مرستیال مارټین ګریفیتس به د افغان مېرمنو پر کار د بندیز په اړه له طالب چارواکو سره د خبرواترو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

د ملګروملتونو سازمان لوړپوړي چارواکي رامز الکبر د پنجشنبې په ورځ نیویارک کې په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د ملګروملتونو د مرستې رسوونې مرستیال مارټین ګریفیتس به په راتلونکې اونۍ کې افغانستان ته سفر وکړي.

د ملګروملتونو سازمان دغه چارواکي ویلي، چې هغه د افغان مېرمنو پروړاندې د محدودیتونو له لګېدلو وروسته د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنې په لټه کې دی.

هغه زیاته کړه: «موږ خواشیني یو چې ګورو دغې پرېکړې زموږ پر پروګرامونو اغېزه کړې. نور فعالیتونه به هم ښایي ودرول شي.»

د ملګروملتونو سازمان دوې ورځې مخکې پوهنتونونو او له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي له ځنډېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ویلي یې و، چې د طالبانو وروستي اقدامونه به افغانستان ته د مرستو پر لېږلو اغېز ولري.

افغانستان کې پوهنتونونو او بهرنیو بنسټونو ته د تلو لپاره ښځو ته د اجازې نه ورکولو په تړاو د طالبانو له وروستۍ پرېکړې سره د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د سویډن کمېټې او د کډوالو په چارو کې د ناروې شورا په ګډون ۷ سترو بنسټونو په افغانستان کې خپل فعالیت بند کړ.